د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې انتخاباتي مبارزې پېل شوې


په میلیاردونو بهرنۍ مرستې په افغانستان کې د شفافو او عادلانه ټاکو ترسره کیدو پورې ټراو لري
په میلیاردونو بهرنۍ مرستې په افغانستان کې د شفافو او عادلانه ټاکو ترسره کیدو پورې ټراو لري

د ٢٠١۴ کال د اپریل پنځمه نېټه، د افغانستان په تاریخ کې ځکه ډېره مهمه ده چې ددغې ورځې پایلې به ددې هېواد راتلونکې یا جوړه او یا خرابه کړي.

د ٢٠١۴ کال د اپریل پنځمه نېټه، د افغانستان په تاریخ کې ځکه ډېره مهمه ده چې ددغې ورځې پایلې به ددې هېواد راتلونکې یا جوړه او یا خرابه کړي. د امنیتي تړون د لاسلیکولو مسله به په انتخاباتي مبارزو او بحثونو کې مرکزي او مهمه مسله وي.

د اسوشېتېد پرېس خبري اژانس لیکي چی په افغانستان کې د انتخاباتو لپاره په پوره جوش تیاری کیږي، د کاندیدانو پوسترونه چاپ شوي؛ لارېونونه او مظاهرې تنظیم شوي او د تلوېزېوني مباحثو لپاره هم مهال وېشونه ټاکل شویدي.

اژانس لیکي چې د ولسمشرۍ د ټولټاکنو لپاره مبارزې د ېکشنبی په ورځ پېل شوی. ېوولس کاندیدان هڅې کوي چی د ولسمشر کرزي ځای ونیسي او د ناټو د محاربو عسکرو د وتلو د وروستي پړاو څارنه وکړي.

د روان کال د اپریل پنځمه نېټه د افغانستان په تاریخ کې ډېره مهمه ده ځکه چې ددغی ورځې نتایج به ددې سبب شي چې د هېواد راتلونکې سمه او یا خرابه شي.

دا ورځ ددې لپاره هم مهمه ده چې په افغانستان کې به له دېارلس کلونو جگړې نه وروسته د بهرنېو قواو د شتون او د هغو د کارونو د څرنگوالي په برخه کې مهمې فیصلی وشي.

په دې کې د نورو ترڅنگ یوه ډېره مهمه خبره داده چې د بهرنېو مرستو په ملېاردو ډالر له دې سره تړاو لري چې روان حکومت په افغانستان کې ازاد ا و منصفانه انتخابات وکړي.

دا به لومړي ځل وي چې افغانستان د بهرنېو له مستقېمی مرستی نه پرته په خپلواکه انتخابات کوي.

اژانس لیکی چی د طالبانو له خوا په تاوتریخوالی کې په داسې حال کې زېاتوالی راغلی دی چې د کال په پای کې د ناټو محاربې ځواکونه له افغانستان نه وځي.

دا کال به ددې لپاره هم یو مهم ازمېښت وي چې ایا افغانستان د په سوله ییزه او با ثباته توگه د واک انتقال یقیني کوي او که نه.

د لویدیځوالو اندیښنه
لوېدېځ وال به ددې څارنه کوي چې په رائېو اچولو کې انصاف او عدالت مراعات شي، تقلب پکې نه وي او په دې پوه شي چې د دوی هلی ځلی د دېموکراسۍ د پرمختگ او غوړېدلو لپاره او په تېرو دولس کلونو کې د امنېت د راوستلو او ټېنگولو لپاره څه نتیجی ورکړې دي.

په برتانېه کې د حربي پوهنتون یو استاد اناتول لیوین وايي که چېرې د انتخاباتو د نتایجو په برخه کې داسې پوښتنی راپېدا شي چې نوی حکومت مشروعېت او صلاحېت نلري او یا انتخاباتو کې ښکاره تقلب او فساد شتون ولري نو دا به د امریکا تمایل ته چې په آېنده کې افغانستان تمویل کاندي، له اوسنی روان حالت نه هم ډېر زیان ورسوي.

دا به نړیوالې ټولنې ته داسې تصور ورکړي چې هغه تشکیل چې دوی جوړ کړی دی مخ په خرابېدو دی.

اسو شېتېد پرېس لیکي که چېری امریکا خپل ملاتړ بند کاندي نو راتلونکې ولسمشر له ډېرو ستونزوسره مخ کولی شي.

هغه به له دې هلوځلو او ستونزو سره مخ وي چې له ېوې خوانه خپلې امنېتي قواو ې منظمې وساتي او له بلې خوانه د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي.

ضیا الحق امرخیل د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون لوړپوړی چارواکی
د آزادو انتخاباتو د کومیسېون یو چارواکي ضیا الحق امرخیل وایي چې د اوسنېو انتخاباتو او د ولسمشرۍ د تېرو انتخاباتو چې په 2004 م کال او 2009 م کال کی وشول ترمنځ ډېر غټ توپیر موجود دی. «ددې انتخاباتو څارنه به یوازی او یوازې افغانان کوي.»

ښاغلی امرخیل وايي دا انتخابات ډیر مهم په دې خاطر دي چې دا لومړی ځل دی چې د یو منتخب ولسمشر له خوانه به موږ قدرت بل منتخب ولسمشر ته ور انتقالوو.

هغه وایي موږ په بشپړه توگه دېته چمتو یو، هم د اکمالاتي اقداماتو له پلوه او همدا رنگه دکاري قابلیت له مخې، هم د بودېجی او لگښت له پلوه ورته چمتو ېو او هم د وخت له پلوه ورته اماده یو.

د انتخاباتو په وړاندې ازمونونه
اسوشتېد پرېس په پای کې لیکي هغه ستونزې او ازمېښتونه چې دا انتخابات به ور سره مخ شي هغه هم څرگنده ده چې ډېر دي:

د 2009 م کال د انتخاباتو په هکله د تقلب ادعاگانې بېخې زېاتې وې. د رایو ورکوونکېو خوندي توب او امنېتی مسایل اوس هم غټه اندېښنه ده. دا ا مکان شته دی چی طالبان خپل بریدونه زېات کړي چې په خلکو کې گډوډي، وېره او ترهه پېداکړي چې انتخابات گډوډ کړي.

خو د کورنېو چارو د وزارت نطاق صدیق صدیقي په دې ټېنگار کوي چې امنېتي قواوی بالکل دېته چمتو دي.

خو اژانس لیکي چی د خطر نښې هم شته دي. په انتخاباتي مبارزه کې دوه کسان ووژل شول. له بلو پلوه دا ستونزه هم موجوده ده چې که چېرې امنېتي حالت ډېر خراب شي، نو کېدلی شی چې انتخابات وځنډول شي.

د اوسني حکومت انکار چې دوه اړخیز امنېتي تړون لاسلیک کړي او د 2014 نه وروسته هم د یو څه امریکايي عسکرو شتون ته زمینه برابره کړي، د امریکا او افغانستان په اړېکو کې ډېر سوړوالی پېدا کړی دی.

دا مسله به په انتخاباتي مبارزه کې ېوه ډېره مرکزي او مهمه مسله وي. ددې امکان چې ټول امریکایي ځواکونه ووزي چې دې کار امریکایي چارواکي د سېمی د امنېت په برخه کې هم اندېښمن کړی دي.
XS
SM
MD
LG