چین وايي چې پر دې باندي غور کوي چې ایا د ارام سمندر د سیمې د هیوادونو په نوي جوړېدونکي اقتصادي زون کې غړیتوب واخلي که نه؟
پرون د یکشنبې په ورځ د امریکا د هونولولو په ښار کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي پنګ سین وویل چې چین تل داسي سیمه ایزو تړونونو ته ښه راغلاست وايي چې په ترڅ کې یې سیمه ایز اقتصاد پیاوړی شي او هیوادونو ته لاره هواره شي چې د یوه تړون له لارې ګډ کار وکړي.
ښاغلي پنګ وویل چې که چیرې چین ته هم ددغه نوي اقتصادي زون د قوانینو د جوړولو په برخه کې سهم ورکړل شي نو چین به بیا د منځ ته راغلیو قوانینو بشپړ اطاعت وکړي خو که چیري ددغه زون قوانین د یوه هیواد یا څو هیوادونو له خوا نه چې چین په کښې سهم ونلري جوړ شي نو بیا چین هیڅ ډول مکلفیت نلري چې ددغه قوانینو نه اطاعت وکړي.
امریکایي چارواکو تر اوسه په دې هکله په ښکاره خبري نه دي کړي چې آیا چین به په راتلونکي اقتصادي زون کې شامل کړل شي که نه؟
واشنګټن د چین د محافظه کاره اقتصادي پالیسو په هکله اندېښنه څرګنده کړېده خو په خپله چین پخوا د اقتصادي زون په منځ ته راتلو باندي نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې دغه راز اقتصادي زونونه ددغه هیواد په وینا اقتصادي محافظه کاري منځ ته راوړي.