د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او چین په اسیا-ارام سمندر حوزه کې د سوداګریزو ملګرو موندلو سیالي کوي


د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسیا - ارام سمندر حوزې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسیا - ارام سمندر حوزې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره.

د اسیا - ارام سمندر حوزې د اقتصادي همکارۍ (اپیک) په غونډه کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې حوزې ۱۹ هیوادونه د امریکا سره ملګرتیا کولو ته پداسې حال کې هڅولي، چې د چین ولسمشر هم د دغه غونډې په لړ کې د اسیايي مشرانو او مخکښو شرکتونو د رئیسانو سره په ناستو کې ورته هڅه کړې ده.

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د اپیک د سرمشریزې په څنډه کې د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) د امریکا ولسشمر د شرکتونو د رئیسانو سره په خبرو کې د امریکا د چټکې اقتصادي ودې ستاینه وکړه.

بایډن ټینګار وکړ چې دې سیمې ته د امریکا ژمنتیا د سیمې د خلکو ژوند ته تغییر ورکوونکې وده رامنځته کړې ده. هغه وویل: "یقیناً ازادې سوداګرۍ په میلیونونو خلک له بېوزلۍ خلاص کړل. نن، د ا اړیکه دوه اړخېزه ده. د امریکا متحد ایالتونه د سیمي لپاره حیاتي ارزښت لري. سیمه هم د بل هر وخت په پرتله د امریکا لپاره حیاتي ارزښت لري."

د چین ولسمشر شي جینپینګ د هر پلاوي سره د خپلې لیدنې پر مهال دوی ته چین د یو لوی سوداګریز شریک په توګه ور په زړه کړ او دا ډاډ یې ورکړ، چې چین د کوم جنګ کولو اراده نلري.

شي جینپینګ سوداګرو ته د چین د زیاتېدونکې امنیت او د چین د پیاوړي کېدونکو پوځي ارادو په اړه هم باور ورکړ. هغه وویل: "چین د امریکا د ځای نېونې او یا ننګولو هیڅ اراده نلري. برعکس موږ خوشحاله یو چې امریکا د یو باوري، پرانیستي او پرمختللي هیواد په توګه وګورو. همدا ډول امریکا هم باید د چین پر وړاندې هڅې ونکړي او د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي."

سوداګریزه نړۍ د چین او د امریکا لخوا دغه هلې ځلې ګوري او پوښتنه کوي، ولې له دواړو سره سوداګري ونشي؟

د سیټي بانک اجرائیوي رئیسه جېن فراسیر وايي، د نړۍ پرمختللي اقتصادونه له یو بل څخه جدا کول امکان نلري، او نه هم عملي دي.

فراسیر وویل: "دوی له خطر څخه ایستل، چې موږ ورته متنوع کول وایو، باید د لوبې بل نوم وي. که موږ د سیمو دننه او سیمو ترمنځ همکارۍ ته وده ورکړو، دا به موږ ته زیاته ګټه وکړي، او زموږ ګټې به ډېرې تامین کړي."

د اسیا - ارام سمندر په سیمه کې سوداګر وايي چې دوی د نړۍ د دواړو ځواکمنو هیوادونو له رقابت څخه ګټه پورته کوي.

د امریکا او مالیزیا د سوداګرۍ خونې رئیسه سویبان داس وايي: "زه فکر کوم دا یقیناً مثبت کار دی. موږ په بېلا بېلو سکتورونو کې پرمختګ ګورو. مالیزیا ته د بېلا بېلو لاملونو له مخې داسې پام کېږي، چې زموږ ورته هیڅ فکر نه وو."

د امریکا ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د ۱۴ هیوادونو یو داسې چوکاټ چې راکړه ورکړه بهتره کړي، پرانیست. بایډن ومنله چې د اسیا - ارام سمندر په سیمه کې د سوداګرۍ په مهم سکتور کې ځینې ستونزې لا پر ځای پاتې دي او ټینګار یې وکړ امریکا د شخصي پانګونې لپاره داسې هیواد یو هېواد دی چې د نوموړي په خبره، له نورو هیوادونو پدې برخه کې وړاندې دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG