د لاس رسي وړ اتصالات

اپل د فاروق د آیفون پاسورډ نه ورکوي


د فدرال پولیس هڅه کوي چې د رضوان ملک ایفون خلاص کړي چې په کې شته معلومات ترلاسه کړي، خو پاسورډ یې نلري.
د فدرال پولیس هڅه کوي چې د رضوان ملک ایفون خلاص کړي چې په کې شته معلومات ترلاسه کړي، خو پاسورډ یې نلري.

د امریکا یوې محکمې د اپل شرکت ته امر کړی چې د یوه آیفون پاسورډ او نور شخصي معلومات پولیسو سره شریک کړي. دغه آیفون د سید رضوان فاروق دی، هغه او میرمن یې تیرکال د کالیفرنیا په ایالت کې ۱۴ کسان په ډزو ووژل.

د اپل شرکت د امریکا د حکومت دغه اقدام " د توقع خلاف " کار بللی دی.

د امریکا یوې محکمې د سه شنبې په ورځ حکم وکړ چې باید د اپل شرکت چې آیفون، آیپډ او کمپیوټرونه جوړوي داسې سافټویر جوړ کړي چې بند آیفون خلاص کړي او په هغه کې ړنګ شوي یا ډیلیټ شوي معلومات هم بېرته راوګرځوي.

چارواکي پلټنه کوي دغې مسلمانې جوړې، سید رضوان فاروق او تشفین ملک، خو له کومې ترهګرې ډلې سره اړیکې نه درلودې ، خو د فدرال پولیس د ښاغلي فاروق آیفون نشي خلاصولی ځکه چې پاسورډ یې نلري.

د اپل معلوماتي کمپنۍ په ویپاڼې کې د اجرايي ریس، کوک، له خولې ویل شوي چې دوی د اف بي ای دا غوښتنه ننګوي ځکه، د داسې یو پروګرام جوړول چې بند آیفونونه او هغه تیلیفونونه چې پاسورډونه یې نه وي، خلاص کړي، په خپله د اپل د شرکت امنیت ته هم"خورا ته خطرناکه دي."

د ډسمبر په میاشت کې دوو مسلمانانو، چې مېړه او ښځه وو، د برنادینو په ښار کې پر خلکو برید وکړ او ۱۴ تنه یې ووژل.
د ډسمبر په میاشت کې دوو مسلمانانو، چې مېړه او ښځه وو، د برنادینو په ښار کې پر خلکو برید وکړ او ۱۴ تنه یې ووژل.

ښاغلي کوک "د انټرنټي غلو، بریدګرو او مجرمینو څخه د معلوماتو د خوندي ساتلو پر اړتیا ټېنګار وکړ او د قاضي هغه انګېرنه یې هم رد کړه چې دا ډول سافټ ویر یوازې د فاروق د آیفون د خلاصولو او په هغه کې معلوماتو ته د لاسرسي لپاره کارول کېدی شي."

د اپل اجرایي ریس، کوک، ویلي چې د هغوی شرکت له ترهګرو سره خواخوږي نلري او وار له مخې یې په واک کې شته معلومات د فدرال پولیسو ته سپارلي او انجینرانو یې هم د پلټنې په برخې کې نظریات شریک کړي دي.

که داسې پروګرام جوړ شي نو، د امریکا فدرال پولیس به په اسانۍ سره وکولی شي چې بند تیلیفونونه خلاص کړي او په کې شته او ړنګ شوي ټولو معلوماتو ته لاسرسي پېدا او ولولي.

اپل معلوماتي شرکت په ۲۰۱۴ کال کې د خپلو تیلیفونو پاسورډونه سخت کړل چې په ډیجیټلي دنیا کې یې د مشتریانو خصوصي معلومات او حریم خوندي وي.

XS
SM
MD
LG