د لاس رسي وړ اتصالات

نوی آیفون به کومې نوې ځانګړتیاوې ولري؟


An Apple iPhone 7 and the company logo are seen in this picture taken, Feb. 1, 2017.
An Apple iPhone 7 and the company logo are seen in this picture taken, Feb. 1, 2017.

د روان کال په مني کې به د اپل شرکت د آیفون د لسمې کلیزې په مناسبت یو نوی آیفون بازار تا راوباسي او له دې سره به د تلیفون صنعت ته وښيي چې په دې برخه کې څومره پرمختګ رامنځته شوی.

توقع داده چې دغه آیفون به د لوړ کیفیت او شفافیت لرونکې صفحه یا سکرین ، بیسیم چارجر او تري دي سنسرونه ولري.

که له یوې خوا دا په آیفون کې بیسارې نوې اسانتیاوې ګڼل کیږي خو له بلې خوا ځکه بیخې ډیرې نوې ندي چې یو شمیر یې د اپل سیالو شرکتونو، په خپلو تیلیفونو کې له څو کلونو راهیسې درلودې.

د اپل له خوا په آیفون کې د نویو ځانګړتیاوو د اضافه کولو سست بهیر د دې ښکارندويي کوي چې د آیفون لرونکي خپل تلیفونونه تر ډیره وخته پورې ساتي.

د تیموتي آرکیوري په نامه د تکنالوژۍ د برخې یو کارپوه وايي په بازار کې د موجودو آیفونونو ۴۰ فیصده له دوه کلونو ډیر زاړه دي او په همدې خاطر د اپل شرکت د اسهامو بیه لوړه شوې.

خو بیا هم نوي آیفون ته محدوده تقاضا موجوده ده که څه هم د تکنالوژۍ کومې نوې ځانګړتیاوې نه معرفي کوي.

تر اوسه نده څرګنده چې د اپل شرکت په قصدي ډول په آیفون ۷ کې د دغو نویو ځانګړتیاوو له علاوه کولو ډډه کړې که څنګه. په اپل باندې نیوکه شوې چې آیفون ۷ له آیفون ۶ سره ډیر توپیر نه لري. اپل تر دې دمه د نوي آیفون په هکله له څه ویلو ډډه کړې.

د تکنالوژۍ څېړونکی باب اوډانیل وايي "کله چې یوبازار مشبوع شي، وده په کې یوازې هغه وخت ښه وي چې تولید تازه شي. داهغه څه دي چې له پي سي کمپیوټرونو او تابلیټونو سره وشول او اوس له ځېرکو تلیفونونو سره کیږي. "

اپل په راتلونکي آیفون کې د ورزیاتو شوو ځانګړتیا په اړه خوله پټه ساتلې خو څېړونکي او په آسیا کې د اپل لپاره د پرزو جوړونکو او نورو منابعو ویلي چې په دغو ځانګړتیاوو کې د لوړ کیفیت او شفافیت لرونکي سکرینونه شاملدي چې د OLEDپه تکنالوژۍ بنا دي او ښايي څنډې یې کږې وي. څېړونکي د کوم فوق العاده بدلون وړاندوینه نه کوي.

د بیسیم چارج نوې ځانګړتیاوې یې تر اوسه لا معلومې نه دي. د سامسونګ شرکت تلیفونونه بیسیم چارجر لري چې د Qiاو د AirFule شرکتونو له خوا جوړشوي، دواړه بیسیم چارجرونه په کې کار ورکوي.

اپل په دې وروستیو کېد Qi د چارجر له جوړونکي شرکت سره موافقه کړې، خو پنځه نور شرکتونه هم د اپل لپاره د بیسیم چارجر په جوړولو کار کوي.

د تک انسایتز شرکت مرستیال جم موریسن وايي نوی آیفون به د لوړ کیفیت درلودونکي سنسرونه ولري چې د تري ډي نقشې اخیستلو او د څېرې د تشخیص لپاره به ورڅخه کار اخیستل کیدای شي.

ځېنې څېړونکي فکر کوي چې اپل ښايي د تلیفون عمومي تڼۍ یا Home Buttonهم له منځه یوسي او د مخې له ښېښې لاندې یې د ګوتې د نښان د پېژندنې سنسر ځای پرځای کړي.

د ودې ورو بهیر

د آی ډي سي په نامه د اطلاعاتو د یوه نړیوال شرکت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۶ کال کې د نړۍ په کچه د ځېرکو تلیفونونو پلور دوه اعشاریه درې فیصده لوړ وواو یو اعشاریه اوه څلوېښت میلیارده تیلیفونونه خرڅ شول.

په امریکا کې د تلیفونو د خدماتو ډیرو وړاندې کوونکو شرکتونو مشتریانو ته په تخفیف باندې د تلیفونونو ورکول بند کړیدي او په دې توګه یې پېرودونکي اړ کړي چې د تیلیفون د پېرلو په هکله دقیق فکر وکړي.

د اپل شرکت مسئول ټم کوک د جنورۍ په اتمه، هغه ورځ چې لس کاله مخکې په ۲۰۰۷ کال کې آیفون د اپل د شرکت د پخواني رییس ستیف جابس له خوا اعلان شو په یوې بیانیې کې ویلي" آیفون د خپل تاریخ په لومړیو لسو کلونو کېله موبایل تیلیفون څخه د کمپیوټر په توګه د ګټې اخیستلو ستندرد رامنځته کړ."

In this Jan. 9, 2007 file phtoo, Apple CEO Steve Jobs holds up an Apple iPhone at the MacWorld Conference in San Francisco. Apple Inc. on
In this Jan. 9, 2007 file phtoo, Apple CEO Steve Jobs holds up an Apple iPhone at the MacWorld Conference in San Francisco. Apple Inc. on

اپل به ۲۰۱۵ کال کې په خپلو اشتهاراتو یو اعشاریه اته میلیارده ډالر لږولي، چې د ۲۰۱۴ کال په پرتله پنځوس فیصده زیاتوالی ښيي او د ۲۰۰۷ کال په پرتله نږدې څلور چنده زیات لګښت ښيي. په دغه کال کې چې په لومړي ځل آیفون بازار ته راووت، اپل په اشتهاراتو څلور سوه اوه شپیته میلیون ډالر لږولي وو.

دغه شرکت د لوړې بیې تلیفونونو په خرڅلاو کې په دوامداره بڼې مخکې ده. د اپل مالي مسئول لوکا مایستري وايي د تیرکال په وروستۍ ربع کېیې اوه اتیا اعشاریه درې میلیونه آیفونونه خرڅ کړيدي.

آیفون ۷ پلس چې بیه یې له نهه سوه او نهه شپیته ډالرو پیل کیږي د نورو تلیفونونو په پرتله ډیر خرڅ شوی.

XS
SM
MD
LG