د لاس رسي وړ اتصالات

نظر پوښتنه: د ټرمپ د محبوبیت کچه بیسارې ټیټه شوې


د رویټرز یوه تازه سروې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، ښیی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محبوبیت کچه د هغه د ولسمشرۍ د دورې په لومړنیو څلورو میاشتو کې د بل وخت په پرتله د تر ټولو زیاته راټیټه شویده.

د امریکا په ولسمشر باندې د روسیې سره د سري استخباراتي معلوماتو د شریکولو او د ایف بي آیي په تحقیقاتو کې د مداخلې تورونه لگیدلي.

دغه نظر پوښتنه چې د مۍ د میاشتې د ١۴ نه واخله د ١٦ پورې ترسره شوه، پکې ٣٨ فیصده خلکو د ټرمپ په حق کې او ٥٦ فیصده خلکو د هغه په مخالفت کې نظر څرگند کړې. پاتې شپږ فیصده خلکو ویلي چې هغوي فیصله نشي کولی.

داسي ښکاري چې امریکایان د هغې نه وروسته په غوسه دي چې د امریکا په یوې مشهورې ورځپاڼې کې د ولسمشر ټرمپ په هکله داسي رپورټونه خپاره شول چې د روسیې سره اړیکې لري. ښاغلي ټرمپ د روسیې سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو نه دفاع کړیده او ویلي یي دي چې د ولسمشر په توگه هغه حق لري چې د بل کوم هیواد سره استخباراتي معلومات شریک کړي.

تیره اونۍ هغه وخت سیاسي بحثونه تاوده شول چې داسي رپورټونه خپاره شول چې ټرمپ د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سره پټ استخباراتي معلومات شریک کړیدي. د هغې نه وروسته بیا داسي رپورټونه خپاره شول چې د امریکا د فیډرالي تحقیقاتي ادارې ایف بي آیي پخواني مشر جیمز کومي د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوران کې د ولسمشر ټرمپ د کمپاین کونکو او د روسیې تر منځ د احتمالي اړیکو په هکله تحقیقات شروع کړي و. جیمز کومي په خپل یاداښت کې اندیښنه څرگنده کړي چې ټرمپ په هغه فشار اچوو چې د ټرمپ د کمپاین کونکو او د روسیې تر منځ د اړیکو تحقیقات دی نه کوي.

تیره اونۍ د امریکا د عدلیې وزارت د ایف بي آیي پخوانی مشر رابرټ ملر د ښاغلي ټرمپ د انتخاباتي مبارزې د ټیم او د روسیې تر منځ د احتمالي اړیکو د بیطرفه تحقیقاتو لپاره وټاکو.

ټرمپ د روسیې سره د اړیکو تورونه په سختۍ رد کړیدي. او ویلي ې دي چې"د امریکا په تاریخ کې د بل کوم ولسمشر سره دا ډول غیر عادلانه او بد چلند ندی شوی."

ټرمپ د خپل سیاسي گوند یعني د جمهوري غوښتونکي گوند د غړو تر منځ اوس هم محبوبیت لري خو د هغه د گوند عادي طرفداران داسي ښکاري چې خوښ ندي.

د رویټرز په ورستۍ نظر پوښتنې کې ٢٣ فیصده جمهوري غوښتونکي د ولسمشر ټرمپ خلاف دي چې دغه د تیرې اونۍ د نظر پوښتنې په مقابل کې ١٦فیصده زیاتوالی ښیی.

د رویټرز خبري اژانس دغه نظر پوښتنه په درسته امریکا کې په انگلیسۍ ژبه ترسره کړه چې پکې ١٩٧١ کسانو برخه واخیسته. په دی نظر پوښتنه کې ٧٢١ تنه د جمهوري عوښتونکي او ٧٩٥ د دیموکرات گوند طرفدارانو برخه واخیسته.

XS
SM
MD
LG