د لاس رسي وړ اتصالات

عربي اتحادیه: ایران د سیمې امنیت ګواښوي


بحرین، کویټ، متحده عربي امارات، قطر، عمان او سعودي عربستان د خلیج د همکارۍ د شورا غړي دي.
بحرین، کویټ، متحده عربي امارات، قطر، عمان او سعودي عربستان د خلیج د همکارۍ د شورا غړي دي.

د عربي اتحادیې جګپوړي چارواکي د یکشنبې په ورځ د مصر په پلازمینه قاهره کې غونده وکړه او د عربو په چارو کې د ایران مداخله وغندله.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زايد بن سلطان ال نهيان د دغې اتحادیې په بیړنۍ غونده کې ایران تورن کړ چې قصداً نه غواړي د سعودي عربستان ډیپلوماتیک ځایونه خوندي وساتي.

دغه غونډه د سعودي عربستان په غوښتنه رابلل شوې وه چې په ترڅ کې یې په ایران کې د سعودي عربستان سفارت او قونسلگرۍ باندې د بریدونو په تړاو خبرې وشوې.

د روان کال د جنوري په لومړیو کې د شیعه روحاني شیخ نمر باقر النمر اعدام د دې باعث شو چې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ اړیکې ترینگلې شي.

په ورته وخت کې سعودي عربستان ایران د تروریزم په ملاتړ تورن کړی او په دې هکله يې پر تهران د جدي اقداماتو د ترسره کېدو ګواښ کړی دی.

د خلیج د همکارۍ شورا د شپږو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ په ریاض کې په یوې ځانګړې غونډه کې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د راپیدا شوي کړکېچ د زیاتوالي په هکله خبرې وکړې.

د خلیج د همکارۍ شورا عمومی منشي عبداللطیف الزیاني وایي "د خلېج د همکارۍ شورا د غړي هیوادونو د وزیرانو شورا غونډه په تهران کې د سعودي عربستان په سفارت او په مشهد کې د سعودي عربستان په قونسلگرۍ باندې د برید غبرگونونو باندې خبرې وکړې. دوی دغه اقدام په کلکه غندلی او ویلي دي چې د دې ترهگریزو اقداماتو پړه په ایران لویږي."

بحرین، کویټ، متحده عربي امارات، قطر، عُمان او سعودي عربستان د خلیج د همکارۍ د شورا غړيتوب لري.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي که ایران خپل روان سیاست ته دوام ورکړي؛ نو سعودي عربستان مجبور دی چې پر ضد يې ځینې اقدامات ترسره کړي، خو دا چې دغه اقدامات به څه وي؛ په هکله يې معلومات ور نه کړل.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر وویل "اوس مونږ د نړیوالې ټولنې سره کار کوو چې ایران ته خپل دریځ نور هم روښانه کړو چې دا لاره چې په تېرو ٣٥ کلونو کې دوی تعقیب کړې ده د منلو نده. که ایران خپله اوسنۍ تگلارې ته دوام وکړي مونږ به نور اقدامات ترسره کړو."

بل خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون ته په یوه استولي پیغام کې ویلي سعودي په منځني خیتځ کې ښه روابط ختموي.

د ښاغلي ظریف په وینا، تهران په سیمه کې د کړکېچ رامنځ کولو ته علاقه نه لري.

XS
SM
MD
LG