د لاس رسي وړ اتصالات

عربي ټولنه د سوریې روانه وضع بیا څیړي


عربي ټولنه د سوریې روانه وضع بیا څیړي

عربي ټولنه د سوریې روانه وضع بیا څیړي

ټاکل شوې عربي ټولنه نن د شنبې په ورځ په قطر کي غونډه وکړي او په سوریه کي په روان بحران باندي چي ورځ په ورځ پسې سختیږي، بحثونه وکړي.

له بلي خوا د عراق یو هیات په دمشق کي د سوریې د چارواکو سره په خبرو بوخت دی او کوشش کوي د سوریې شخړي او جګړې پاي ته ورسیږي.

د عربي ټولني د عمومي منشي مرستیال ( احمد بن حیلي ) خوشبیني څرګنده کړه او ویې ویل چي دا غونډه به د سوریې د بحران د حلولو د پاره تازه او ګټور پیشنهادونه وکړي. د مصر، الجزایر، سوډان او عمان د بهرنیو چارو وزیران د یوې اضطراري غونډي د پاره قطر ته تللي دي. دا غونډه تیره هفته ځنډیدلې وه.

له بلي خوا د عراق د ملي امنیت سلاکار ( فلاح الفیاض ) سوریې ته د یوه هیات په مشري تللی دی چي د عراق په هغه پیشنهاد باندي خبري وکړي چي غواړي د سوریې د جمهوررئیس بشار اسد د حکومت چاروکي او د مخالفینو مشران مذاکراتو ته سره کښیني.

دا غونډه په داسي حال کي کیږي چي د عربي ټولني چارواکو د عراقي مشرانو سره وکتل چي هغوي دې ته وهڅوي چي په ښاغلي بشار اسد باندي خپل تاثیر واچوي چي د سولي د پلان سره موافقه وکړي. عراق د عربي ټولني د هغي غوښتني سره موافقه نه لري چي په سوریې باندي له دې کبله د بندیزونو لگول غواړي چي په مظاهره چیانو باندي مرگاني ظلمونه کوي.

XS
SM
MD
LG