د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: سولې عالي شورا له مالي ستونزو سره مخ نه ده


افغان حکومت وايي، د سولې د عالي شورا له منځه وړل د حکومت د کار په اجنډا کې شامله نه ده.
افغان حکومت وايي، د سولې د عالي شورا له منځه وړل د حکومت د کار په اجنډا کې شامله نه ده.

د افغانستان جمهوري ریاست، د سولې عالي شورا د بودیجې د کموالي په اړه د خپرو شویو رپوټونو په ردولو سره وايي، چې دغې شورا په دارالانشا‌ء کې اساسي بدلون راوستل شوی او ورته بودیجه ځانګړې شوې ده.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حُسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان د سولې عالي شورا د ستراتیژۍ د جوړولو چارې بشپړې شوي او دغه شورا مالي سرچینې لري.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه، چې په سیاسي چارو کې د جمهوررئيس ځانګړی استازی محمداکرم خپلواک د خپلې اوسنۍ دندې تر څنګ د سولې عالي شورا د دارالانشا‌ء د اجرائيوي رئيس په توګه ټاکل شوی دی.

هغه وویل "د سولې په عالي شورا کې کوم بدلونونه چې راغلي او ښاغلی خپلواک د دارلانشاء مشر شوی دی، ورسره به د دغې شورا ظرفیت هم لوړ شي اوهغه دندې چې د دارالانشاء رئيس ته سپارل شوي ورسره به د شورا فعالیتونه هم متمرکزه شي."

د افغانستان د کابینې او د ملي امنیت شورا په غونډو کې ګډون، د سولې شورا مالي او تخنیکي چارو سمبالول، له اسلامي حزب سره د افغان حکومت د سولې د موافقې عملي کول او د سولې په خبرو کې د همغږۍ رامنځ ته کول، هغه دندې دي چې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د رئيس په توګه ښاغلي خپلواک ته سپارل شوي.

ښاغلي مرتضوي ټینګار وکړ، چې د سولې عالي شورا له منځه وړل د حکومت د کار په اجنډا کې شامله نه ده، بلکې د بدلونونو په راوستلو او د نوې ستراتیژۍ په جوړولو سره به د دغې شورا چارې لا پسې ګړندۍ او په اغیزمنه توګه به د سولې ټولې خبرې د همدې شورا له لارې پر مخ یوړل شي.

هغه د افغان حکومت او د اسلامي حزب تر منځ د سولې د موافقې لاسلیک کول، د سولې د عالي شورا لویه لاسته راوړنه وګڼله او ويې ویل، چې د حکومت له خوا د دغې موافقې ټول مواد وروستي پړاو ته رسیدلي.

هغه وویل "د اسلامي حزب د زندانیانو یوه برخه به په راتلونکې اونۍ کې آزاد شي او تر راتلونکو پنځلسو ورځو به ټول هغه مسولیتونه، چې د موافقې د عملي کولو په برخه کې، د حکومت په غاړه وو، د افغانستان حکومت ورته تیاری لري."

ښاغلي مرتضوي وویل، اوس افغان حکومت په تمه دی چې اسلامي حزب کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتګ وخت څرګند کړي.

د مسکو په غونډه کې ګډون

ټاکل شوې، چې د افغانستان په اړه د اپریل میاشتې په ۱۴مه نیټه د روسیې په کوربه‌توب په مسکو کې څو اړخیزه غوونډه جوړه شي.

شاه حُسین مرتضوي وویل، چې افغانستان به په دغې غونډه کې ګډون وکړي او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان له ګډون پرته، د داسې غونډو جوړول مثبته نتیجه ورنکړي.

هغه وویل "افغانستان د مسکو غونډې ته پلاوی لیږي، دغه پلاوی به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او یا رئيسانو په کچه وي."

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه، افغانستان هڅه کوي، چې په دغه هیواد کې د سیمې او نړۍ د هیوادونو د تقابل پر ځای د ټولو هیوادونو ګټې سره غوټه کړي.

د مسکو په غونډه کې پر افغانستان سربیره امریکا، چین، هند، ایران، پاکستان او د مرکزي آسیا یو شمیر هیوادونو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

خو امریکا له وسله‌والو طالبانو سره د مسکو پر اړیکو اندیښنه لري او په دې غونډه کې یې د ګډون او نه ګډون کولو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG