د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو ننګرهار کې د پولیو واکسیناتوران تښتولي


ننګرهار ک روغتیایي چارواکي وایي، دوی واکسینو سره د مخالفت په برخه کې په دغه ولایت کې تر اوسه د کوم ګواښ اطلاع نه ده تر لاسه کړې
ننګرهار ک روغتیایي چارواکي وایي، دوی واکسینو سره د مخالفت په برخه کې په دغه ولایت کې تر اوسه د کوم ګواښ اطلاع نه ده تر لاسه کړې

ننګرهارکې چارواکي وایي، وسله والو د لعل پورې د ولسوالۍ د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د واکسین پروګرام مسول اودغه پروګرام د عامه پوهاوي مشر تېره ورځ د چکنور په سیمه کې له موټره ښکته کړي اونامعلوم لوري ته یې وړي دي.

د ننګرهارپه ولایت کې د معافیت کلتوي مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر علي ګل امریکا غږ ته وویل چې دغه دوه کسان تېره ورځ د چکنور سیمې ته د څارنې لپاره ورغلي وو چې وسله والو وړي دي.

نوموړی وایي چې له خپلو کارکونکو سره یې پر ټلیفون اړیکې شوي او ورته ویل شوي چې په یوه لرې پرته سیمه کې د یو کس په دېره یا حجره کې هغوی ساتل کېږي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر علي ګل وویل، دوی تمه لرله نن لس بجو پورې به د واکسین د پروګرام نیول شوي کارکوونکي راخوشې شي، خو لا یې هم درک نه دی معلوم شوی.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې د دغو کسانو دخلاصون لپاره یې د قومي مشرانو په مرسته هڅې پیل کړي او دوی تمه لري چې ژر به نیول شوي کارکوونکي خوشې شي.

د دوو نورو رضاکارانو بیرته خوشې کېدل

ننګرهار کې د واکسینو د برخې دغه مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر علي ګل دا هم ویلي چې تېره ورځ د تېره ورځ د ګوشتې ولسوالۍ د بېلې په سیمه کې هم وسله والو کسانو دوه رضاکاران له ځانونو سره وړي وو چې مازیګر مهال د قومي مشرانود هڅو په پایله کې بېرته خوشې شوي دي.

نوموړی وایي چې تر اوسه ورته په ننګرهار کې د واکسینو له اړخه کوم ګوښ نه دی شوی خو دغو دوو پېښو د دوی اداره اندېښمنه کړې ده.

که څه هم تر اوسه کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌‌ډلې په ښکاره توګه د دغو پېښو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی،خو په ګوشتې او لعل پورې ولسوالۍ کې تر ‌‌‌‌‌‌ډېره وسله وال طالبان حاکم دي.

یو شمېر ولسي خلکو ویلي چې د ننګرهار په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د واکسینو کارکونکو ته ګواښ شوی دی، خو د روغتیایي ادارې چارواکو ویلي چې د واکسینو پر وړاندې یې تر اوسه د کوم ګواښ اطلاع نه ده تر لاسه کړې

XS
SM
MD
LG