د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل غزني په لاره وسله والو دیارلس ملکي وګړي وژلي


د کابل - کندهار لاره له څو کلونو راهېسې ناامنه او خونړۍ لار بلل کیږي.

د کابل - کندهار لاره له څو کلونو راهېسې ناامنه او خونړۍ لار بلل کیږي.

ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د کابل - غزني په لویه لاره د د میدان وردګو د سید اباد په سیمه کې د ملکي وګړو په موټرو ډزې کړي او دیارلس وګړي یې وژلي دي.

پېښه د شپې په یوه بجه شوې، وسله والو په ۳۰۳ ، هینو او مازده موټرو د ټوپک خولې ور اړولي، یوه ښځه او دولس نور ملکي وګړي یې وژلي او دوه ملکي وګړي بیا ټپیان شوي دي.

له دغې پېښې د وژل شوې ښځې نهه کلن زوی روغ رمټ پاتې شوی دی.

د میدان وردګو د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل پېښه د میدان وردګو د سید اباد ولسوالۍ د هفت اسیاب په سیمه کې شوې ده.

د والي ویاند عطاء الله خوږياڼی وايي ‪"‬والي صاحب ددې پېښې د عاملینو د ژر تر ژره د معلومولو او قانون ته د سپارلو غوښتنه کړې ده او امنیتي ځواکونو ته یې لارښونې کړي دي.‪"‬

د والي ویاند وايي، د دوو ټپیانو وضعیت ښه دی، له دغو ټپیانو یو یې غزني او بل یې میدانښار ته لېږدول شوي دي.

د کابل - کندهار لاره له څو کلونو راهېسې ناامنه او خونړۍ لار بلل کیږي، پدغه لار تلوونکي مسافر وايي، وسله وال مخالفین، لار شکوونکي او غله تل ددې لارې په اوږدو کې د سړک په سر راوځي چې ورسره په دغه لاره د مسافرو سر اومال ته یې سخت ګواښونه راولاړ کړي دي.

دغو مسافرو په حکومت وار په وار غږ کړی، چې ددغې لویې لارې امنیت دې وساتي.

که څه هم ځینې مسافر وايي، پدغه لاره اوس تر ډېره د ملي اردو سرتیري لېدلي کیږي خو بیا هم مسافر د ویرې احساس کوي.

طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل په کلکه رد کړي او داپیښه یې غندلې ده.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې دا پيښه دوی پورې اړه نه لري او نه هم دعامو خلکو په موټر ډزې او دهغو وژل د دوی لپاره کومه بریا، یا هدف دی.

طالبانو په دغه بیان کې د وژل شووکسانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې او ویلي دي چې هڅه به وکړي چې د پیښې عاملین وپیژني او ورته سزا ورکړي.

XS
SM
MD
LG