د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په زابل کې ۱۴ یرغمل شوي خوشې کړل


زابل او غزني ولایتونه ګډه پوله لري او دواړه ولایتونه د ناامنو ولایتونو په ډله کې شمیرل کیږي
زابل او غزني ولایتونه ګډه پوله لري او دواړه ولایتونه د ناامنو ولایتونو په ډله کې شمیرل کیږي

په غزني ولایت کې د یوې کورنۍ ۱۴ غړي تیره اونۍ د ناپیژنده وسله‌والو له خوا یرغمل شوي، چې نن سهار وختي بیرته خوشې شول.

د زابل د ولایتي شورا غړي اسدالله کاکړ امریکا غږ ته وويل، د یوې کورنۍ ۱۴ غړي چې ورکې ښځې او ماشومان هم شامل دي نن سهار وختي د جاغوري ولسوالۍ په سنګ ماشه سیمه کې خوشې شوي دي.

دغه راز د زابل د ولایتي شورا ریس حاجي عطاجان حقبیان امریکا غږ ته وویل، یرغمل شوې کورنۍ د زابل او غزني د ولایتي شورا ګانو د غړو او په پارلمان کې د یادو ولایتونو د وکیلانو په منځګړیتوب خوشې شوي دي.

یوه اونۍ مخکې د غزني د جاغوري ولسوالۍ څخه یوې ناپیژنده وسله‌والې ډلې د زابل د خاک افغان په ولسوالۍ کې د یوه ځايي اوسیدونکي د کورنۍ غړي له ځان سره یرغمل کړل او د کورنۍ مشر يې وواژه.

خو د خاک افغان ولسوالۍ ځايي اوسیدونکي وايي چې د داعش د ډلې جنګیالیو څو اونۍ مخکې د جاغوري ولسوالۍ يو شمېر کسان تښتولي وو او د ځايي خلکو پر کورونو یې تیری کړی وو.

د زابل د ولایتي شورا ریس حاجي عطاجان حقبیان وايي چې د داعش په ګډون بهرني وسله وال او د ځینو ګاونډیو هیوادونو استخبارات هڅه کوي چې د داسې اعمالو په ترسره کولو د افغانانو ترمنځ بې باورۍ او دښمنۍ ته لمن ووهي.

خاک افغان ولسوالي له تیرو ۱۲ کالو راهیسې له دولتي حاکمیت څخه بهر ده او د دولت د وسله والو مخالفینو تر څنګ د داعش ډلې جنګیالي هم ورکې فعالیت کوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG