د لاس رسي وړ اتصالات

د سنګ مرمر سلو فابریکو فعالیت بند کړی


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو په هیواد کې د کاروبار د وضعیت په هکله جوړ شوي یوه کنفرانس کې وویل چې د افغان پانګه والو پر مخ د پرتو ستونزو د موندولو لپاره په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو په موده کې یوه سروې کړې ده.

ددې سروې موندنې ښیې چې افغان پانګه وال تر ډیره حده د زیربنا او امنیت له نشتوالی سره مخ دي.

ددې خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي چې د تیرو پنځو میاشتو راهیسې د مرمرو یو سلو اته فابریکې د موادو د نشتوالي او په دولتي قراردادونو کې د سختوالي له امله تړل شوي دي.

" نه یوازې د مرمرو فابریکې بلکې په ننګرهار، هرات او کندهار کې د تلکو فابریکې هم ولاړې دي همدا لامل دی چې ورځ په ورځ د وزګارو کسانو شمیر ډیریږي."

تلک او مرمر د افانستان په مختلفو ولایتونو کې پریمانه کانونه لري.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه چې دا سروې په کیفي ډول په پنځو ولایتونو کې ترسره شوې ده. دی وایي چې له دې سروې څخه د سوداګرۍ او صنایعو خونې هدف دا دی چې د افغانستان د پانګونې په برخه کې شته خنډونه لرې کړي او د حل لارې ورته ولټول شي.

"موږ ستونزې او لاملونه ګورو او دولت ته خپل وړاندیزونه وړاندې کوو چې په راتلونکې کې که دولت زموږ دا وړاندیزونه ومني، امکان شته چې پانګونه او سوداګري پرمختګ وکړي او همدارنګه متوسط، واړه او ستر تشبثات یا سوداګري به مخ پر وړاندې لاړ شي."

افغان متشبثین هم د زیربنا نشتوالی د دوی د پانګونې یو لوې خنډ ګڼي او وایي د برق او ځمکې نشتوالی هغه څه دي چې د دوې د پانګونې مخه یې نیولې ده.

افغان سوداګر حیات الله نصرت " دولت موږ ته د مرمرو د ډبرو قرار داد نه راکوي، چې له امله یې یو سلو اته فابریکې د سقوط په حال کې دي ا۵۷۰۰ تنه بې روزګاره شوي دي، مونږ په خارجي او داخلي بازارونو کې بازار لرو خو یوازې خام مواد دې راکړل شي."

خو افغان چارواکي بیا وایي چې پانګوالو ته د اسانتیاو برابرول د دوی په لومړیتوبونو کې دي، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا وایي چې افغانستان د زیربناوو په نه لرلو کې له ستونزو سره مخ دی خو د ملي وحدت حکومت په دې برخه کې جدي پاملرنه کوي.

"کومې عمده ستونزې چې دوې په دې سروې کې یادې کړې د زیربنا نه شتوالی دی چې په زیربنا کې اصلي ستونزه د برق ده، د ملي وحدت حکومت په تیر کال په موده کې دې ته ډیره پاملرنه کړې چې څرنګه دا ستونزه حل کړي، موږ په دې برخه کې تر یوې اندازې کامیاب وو د یو بهرني خصوصي سکتور په راوستلو سره مو په هلمند کې د انرژي په یوه پروژه کې سل میلیونه ډالره جذب کړل."

افغان حکومت د ستونزو د منلو تر څنګ وایي چې په افغانستان کې د پانګونې وضعیت مخ پر ښه کیدو دی، دوې وایي چې افغانستان د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې د پانګې اچونې په برخه کې لومړی مقام اخیستی دی.

او تیر کال په دې هیواد کې د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده.

XS
SM
MD
LG