د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: د ښځو په لباس کې وسله وال نیول شوي


Predsednik SAD Barak Obama sa palestinskim predsednikom Mahmudom Abasom u Ramali na Zapadnoj obali.
Predsednik SAD Barak Obama sa palestinskim predsednikom Mahmudom Abasom u Ramali na Zapadnoj obali.

دا کسان د نازیانو په سرحدي ولسوالۍ کې نیول شوي دي. سرحدي پولیس وايي، پنځه تنه یې د پاکستان اتباع دي او يو تن ځانمرګى هم پکې دی چې له واسکټ او ځان چوونکيو موادو سره نيول شوى دى.


د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال امين الله امرخېل وايي چې دغه کسان د ډيورنډ په پوله رااوښتي وو او غوښتل يې چې په سيمه کې تخريبي فعاليت ترسره کړي.

امرخېل وویل: په نيول شويوکسانوکې پنځو تنو ويلي چې دوی د سوات اوسېدونکي دي او دلته د جهاد لپاره رااوښتي وو.

د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې لا تر دا مهاله ددغو نيول شويو کسانو په باب څه نه دي ويلي.

د توغندیو مسله

دا وسله وال په داسې حال کې نيول کیږي چې سرحدي پوليس هره ورځ د پاکستان له خاورې پر افغانستان د توغونديو د راتلو دعوه کوي.

دوی وايي، همدا نن هم څو فيره مرمۍ پر افغانستان لګېدلي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه شته.

په دې وروستيو دوو درې مياشتو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د توغونديو د بریدونو په اړه سختې ناندرﺉ روانې دي.

افغان چارواکيو له پاکستاني لورې سره دغه مسله په لوړه کچه یاده کړې ده.

په شیرزادو کې عملیات

افغان سيمه ييز چارواکي وايي چې افغان او ايتلاف ځواکونو د ننګرهار ولايت د خوګياڼو او شېرزادو ولسواليو تر منځ سيمه کې د يو لړ ګډوعملياتو پر مهال شاوخوا ٢٥ تنه وسله وال مخالفين وژلي دي. چې زياتره يې بهرنيان دي او فکر کیږي چې له وزیرستان نه راغلي وو.

د ننګرهار ولايت وياند احمدضياعبدالزى وايي چې دغه عمليات تېره شپه د يادو دوو ولسواليو تر منځ د مرکي خېلو په سيمه کې شوي دي.

عبدالزى وايي د عملياتو پر مهال عمليات کوونکې ډلې اوملکي کسانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د سیمې ولسوال حاجي محمدحسن وايي چې د وسله والو مړي پر ډګرپاتې وو چې اوس مهال يې سيمه ييز خلک په خښولو بوخت دي.

ايساف ځواکونو هم ويلي چې دوی په ياده سيمه کې عمليات تر سره کړي خو د دوی په وينا تر١٥زيات مخالفين يې وژلي دي.

وسله والو مخالفينو هم په دې عملياتو کې د خپلو١٣ تنه جنګيالو وژنه منلې خو د وژل شويو کسانوهويت يې نه دى په ډاګه کړى. دوی هم ادعا کوي چې په دې عملياتوکې يې ګڼ شمېر بهرنيان وژلي دي.

تر دغو عملياتو يوه ورځ وړاندې هم پدې سيمه کې افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات ترسره کړي وو چې په ترڅ کې يې يو شمېر وسله والو مخالفينوته مرګ ژوبله اوښتې وه.

XS
SM
MD
LG