د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان تمه لري چې د توکیو په کنفرانس کې به د ۴ میلیارد ډالرو ژمنه ورسره وشي


آرشیف: جمهور ریس کرزی
آرشیف: جمهور ریس کرزی

د توکیو په کنفرانس کې به افغانستان -- د نړیوال تمویلونکو نه -- د ۲۰۱۴ کال نه ورسته د کاله د ۴ میلیاردو ډالرو مرستو غوښتنه وکړي.

د توکیو په کنفرانس چې د یکشنبې په ورځ جوړیږي هدف یې دا دی چې د ۲۰۱۴ کال نه ورسته د افغانستان سره د مرستو په اړه خبرې وکړې. مرسته کوونکي هیوادونه چې یو وخت یې په خلاص لاس د افغانستان سره مرستې کولې اوس د دې ضمانت غواړي چې مرستې به یې د ادارې فساد او عدم مدیریت له امله نه ضایع کیږي.

په دغه کنفرانس کې به ۷۰ ملکونه او نړیوال سازمانونه برخه واخلي او پکښې به د حسابدهي په طرحي هم خبرې وشي ترڅو دا یقیني کړي چې افغانستان د حکومت داري او مالي مدیریت د ښه کولو په برخې کې اقدامات کوي او د دیموکراتیکي پروسې د خوندي کولو، د قانون د بالادستی او بشری حقوقو، په تیره بیا د ښځو د حقوقو، د ساتلو په برخې کې نور څه هم کوي.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغانستان سره ۶۰ میلیارده ډالره مرسته شوې ده. بهرنیو مرستو ته د روغتیا، تعلیم او د زیربنایي پروژو په برخې کې اړتیا سته.

جمهور ریس کرزي ویلي دي چې افغانستان به د ۲۰۱۵ کال څخه نه ورسته درییو کلنو کې د کاله ۴ میلیاردوډالرو ته اړتیا ولري. د دغه مقدار پیسو غوښتنه د هغو مرستو نه علاوه کیږې چې د شیکاګو د کنفرانس په مهال په امنیتي برخې کې یې ژمنه شوې ده. په امنیتي برخې کې به د کاله ۴.۱ میلیارده ډالره د افغانستان سره مرسته وشي.

XS
SM
MD
LG