د لاس رسي وړ اتصالات

د ډاکټر عبدالله د تغیر او امید ایتلاف د سولی جرګه کی ګډون نه کوی


د ډاکټر عبدالله د تغیر او امید ایتلاف د سولی جرګه کی ګډون نه کوی
د ډاکټر عبدالله د تغیر او امید ایتلاف د سولی جرګه کی ګډون نه کوی

د افغانستان د جمهوری ریاست د پخوانی یو کاندید ډاکټر عبدالله ، عبدالله په مشری د تغیر او امید په نوم د نوی جوړ شوی اتیلاف چارواکی وایی چی دا اتیلاف د افغانستان د سولی په ملی مشورتی جرګه کی برخه نه اخلی.

ددغه ایتلاف نطاق سید اقا فاضل سنګچارکی د سی شنبی په ورځ په کابل کی یو خبری کنفرانس ته وویل چی ددی لپاره چی د سولی په ملی مشورتی جرګه کی ددغه اتیلاف استازی ګډون نه کوی نو ځکه دوی ته به د جرګی پریکړی هم د منلو نه اوسی.

"د تغیر اړ امید اتیلاف چی د ۳۲ فیصدو نه زیاتی د خلکو رایی ورسره دی او پدی برخه کی یوه عمده ونډه لری په جرګه کی خضور نلری پدی خاطر زمونږ له نظره د اعتبار وړ نده او مونږ به پدی جرګه کی ګډون ونکړو".

سنګچارکی وویل چی پخپله ده ته هم تراوسه چا پدی جرګه کی د ګډون بلنه نده ورکړی. ډاکټر عبدالله د تغیر او امید په نوم دا نوی اتیلاف د جمهوری ریاست په تیرو انتخاباتوکی د جمهور ریس کرزی په وړاندی په دوهم ځلی انتخاباتو کی د برخی اخستی نه د لاس په سر کیدلو وروسته جوړ کړی دی.

ددغه اتیلاف چارواکی ادعا کوی چی په اتیلاف کی شاوخوا ۳۰ لوی او کوچنی ډلی او تر اویاو پوری د پارلمان غړی راټول شوی دی.

خو ددغه اتیلاف د اوسنیو غړو ډیر یی همغه د استاد برهان الدین ربانی په مشری په ملی جبهی کی شاملی ډلی او افراد دی دا اتیلاف وایی چی ملی جبهه هم ددی اتیلاف غړیتوب لری

د افغانستان د جمهوری ریاست نطاق وحید عمر د تغیر او امید اتیلاف د نطاق د څرګندونو په ځواب کی د سی شنبی په ورځ خبریالانو ته وویل چی که سنګچارکی د سولی جدګی ته نه وی بلل شوی خو ددغی اتیلاف مشر ډاکټر عبدالله خو خامخا ورته بلل شوی دی.

وحید عمر د حکومت د ټولو مخالفو ډلو نه وغوښتل چی په ملی مسلو د خبرو په وخت دی د خپل هیواد ګټو ته لازمه پاملرنه وکړی.

"که چیری یو څوک د یو سیاسی جریان نهندی بلل شوی زه فکر کوم د سیاسی جریانو مشران دی جرګی ته بلل شوی دی که چیری یو څوک د کوم اتیلاف نه نوی بلل شوی زما په فکر دا دومره لویه خبره نده".

وحید عمر په خپل دغه خبری کنفرانس کی په نږدی ورځو کی ترکی او ازبکستان ته د جمهور ریس کرزی د سفرونو په باب خبری وکړی وویل چی په پام کی دی چی د سولی د ملی مشورتی جرګی د غونډو په تعقیب جمهور ریس کرزی به لمړی ترکیی ته او بیا د همغه ځایه ازبکستان ته لاړ شی.

وحید عمر وویل چی ترکیه کی به جمهور ریس په سیمه ایزکنفرانس کی برخه واخلی او په ازبکستان کی به د شانګهای د غړو هیوادونو په سرمشریزه کی ګډون وکړی .

XS
SM
MD
LG