د لاس رسي وړ اتصالات

۸ میلیونه افغان ماشومان په زده کړه بوخت دي


۸ میلیونه افغان ماشومان په زده کړه بوخت دي
۸ میلیونه افغان ماشومان په زده کړه بوخت دي

د آمریکا غږ آشنا راډیو د خبرو اترو په خپرونه کې مو په کابل کې د دایر شوي ورکشاپ په باب یو ګیردی میز دایر کړی و چې په کښي د ښوونې او روزنې د وزارت د تخنیکي چارو معین آصف ننګ، د کندهار ولایت د معارف ریْس نجیب الله احمدي او په کابل کې د بي بي عایشې صدېقې د لیسې څخه ښوونکې میرمن رابعه لامع میلمانه وو. خپرونه د واشنګټن د سټیډیو څخه په مستقمه بڼه د حسیب الکوزي په کوربه توب خپره شوه.

په کابل کې هر کال د افغانستان د ټولو ولایتونو څخه د معارف مسولین سره راغونډېږي او د معارف په برخه کې پر شویو پرمختګونو او پرتو ستونزو باندي خبري کوي. د ښوونې او روزنې مشرتابه وايي چې افغانستان د معارف په برخه کې په خپل تاریخ کې دومره پرمختګ نه و کړی لکه په اوسنۍ دوره کې یې چې کړی. نږدې ۸ میلیونه انجوڼي او هلکان ښوونځیو ته ځي او ۲ میلیونه ښوونکي د دوی په روزلو بوخت دي.

خو ددې ټولو بحثونو سره سره یو لړ ستونزې هم موجودې دي چې د ښوونې او روزنې د وزارت مشرتابه یې مني او وايي چې په دې برخه کې هلی ځلي روانې دي چې دغه ستونزې حل کړي.

بشپړ بحث لاندي واوریْ!

XS
SM
MD
LG