د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان پوځ په یونفورم کې د یاغیانو بریدونو اندېښنې راپارولی دي


یوه برید کونکي چې د افغانستان د پوځ یونیفورم یې اغوستی و د دغه هېواد په ختیځ کې یې د ناټو پر سرتیرو برید کړی یو کس یې په کښي وژلی دی. د سږکال د پیل نه د جمعې د ورځې پېښه ۱۵ پېښه ده چې په کښي یاغیان د پوځ په یونیفورم کې د ناټو پر ځواکونو باندي برید کوي.

د ناټو په بیانیه کې د وژل شوي عسکر د هویت په هکله څه نه دي ویل شوي نه د وسله وال کس په هکله جزیات ورکړل شوي دي. خو د فرانسې خبري آژانس وايي چې د ولایت د امنیې قوماندان وویل چې برید کونکی د پوځ سرتیری و چې د سیمې نه په تېښته بریالی شوی دی.

دغه راز د دې میاشتې په پیل کې ناټو وویل چې ایتلافي ځواکونو یو کس چې د افغانستان د پوځ یونیفورم یې اغوستی و، وروسته له هغه نه په ډزو کې ووژی چې د ایتلافي ځواکونو پر ډلې باندي یې برید وکړ او یو عسکر یې په کې ووژی.

همدغه شان د اپریل په میاشت کې هم د کندهار په ولایت کې یوه افغان سرتیري پر امریکايي ملګري باندي برید وکړ او وېوژی.

دغه راز پېښو په افغانستان کې امنیتي اندېښې په داسي حال کې راپارولي دي چې نړیوالې قواووې دې ته چمتوالی نیسي چې ددغه هیواد نه ووځي.

ټاکل شوې چې د ۲۰۱۴ کال مهال ویش سره سم به نړیوال ځواکونه افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د امنیت د چارو بشپړ مسولیت وروسپاري.

د یوه بل خبر له مخې جرمني وايي چې افغان ولسمشر حامد کرزی او د جرمني صدراعظم انګلا میرکل به راتلونکې اونۍ د افغانستان څخه د جرمني قواوو پر ایستلو باندي خبري وکړي.

د میرمن مېرکل یوه ویاند نن د جمعې په ورځ اعلان وکړه چې دواړه مشران به د چهارشنبې په ورځ په برلین وګوري. دغه لیده کاته په امریکا کې د ناټو د غونډې مخکي کېږي.

جرمني په افغانستان کې د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې ډیرې قواووې یې دغه هیواد ته د امنیت د تامین دپاره لېږلي دي.

XS
SM
MD
LG