د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې باندې د لا ډیرو بندیزونو د لګولو غوښتنه وشوه


SYRIA

SYRIA

د سلو څخه د زیاتو ملکونو نه جوړه شوې—د سوریې د ملګرو ډله—چې غواړې د بشارالسد رژیم دې ړنګ شي د سوریې خلاف د لا پراخو او سختو بندیزونو غوښتنه کړې ده.

په پاریس کې دیپلوماتانو د سوریې په خلاف د نوو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده تر څو د سوریې د حکومت لخوا د مخالفینو د ځپلو لړۍ چې شپاړس میاشتې یې کیږې پاې ومومې. دسوریې د ملګرو ډله د سوریې د یاغیانو سره د لا ډیرو مرستو ژمنه هم کړې ده او دا یې ویلي دي چې یاغیانو ته به د مخابراتو تجهیزات هم ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې، هیلیرې کلنټن د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا نه غوښتې چې په سوریې دې سمدستې بندیزونه ولګول شي.

بل پلو ته، د سوریې د پوځ یو جګپوړی جنرال، مناف تلاس ترکېې ته تښتیدلای دی. د دغه جنرال تښتیدل به چې د بشارالسد د اعتماد وړ کس وه د سوریې د رژیم لپاره یو لوی ګزار وي.

د سوریې د بشري حقوقو د څار د ډلې سپین حسن امریکا ږغ ته ویلي دي چې هغوی د دغه جنرال د تښتیدو په اړه په سوریې کې د ژورنالستانو او د امنیتي ځواکونو د منابعو نه معلومات تر لاسه کړي دي.

تلاس د ښاغلی اسد په جمهوري ګارډ کې برید جنرال و او هغه د سوریې د دفاع د پخواني وزیر زوی دی.

حسن وایي چې تمه ده چې د تلاس د تښتیدو رسمي اعلان به په راتلونکو څو ورځو کې وشي. هغه دا هم وویل چې د آزادي سوریې د پوځ یو کس، ډګروال ریاض السد پرون ویلي دي چې تلاس په ترکیې کې دي.

ترکیې په دي اړه معلومات نه دې ورکړي.

XS
SM
MD
LG