د لاس رسي وړ اتصالات

کرنل امام وايي که راخوشې نشي د پاکستان اسرار به افشا کړي


کرنل امام وايي که راخوشې نشي د پاکستان اسرار به افشا کړي
کرنل امام وايي که راخوشې نشي د پاکستان اسرار به افشا کړي

د پاکستان د استخباراتو پخواني مامور د پاکستان په حکومت باندی غږ کړی چی د یاغیانو نه د هغه د خوشی کولو لپاره اقدامات وکړی.

په یوه ویدیو کی چی خبری رسنیو ته رسیدلی سلطان امیر تارر چی د کرنل امام په نامه مشهور دی گواښ کړی چی که د لشکر جنگوي العلمی د یاغی ډلی نه د هغه د خلاصون لپاره هڅه ونکړی ، نو د حکومت اسرار به افشا کړي.

کرنل امام ، د استخباراتو یو بل مامور خالد خواجه او یو خبریال د مارچ په میاشت کی په قبایلی سیمه کی لادرکه شول.

د خالد خواجه مړی د اپریل د میاشتې په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې وموندل شو.

د لادرکه شوي خبریال په اړه څه معلومات تر اوسه پورې نشته.

او دا هم نه ده معلومه چی د استخباراتو د ادارې دغه دوه پخواني مامورین ولې قبایلي سیمې ته تللي وو. خو هغوی ویلي وو چې ددې خبریال سره د مرستې کولو په منظور چی غوښتل یې د یاغیانو په اړه یوه مستند فلم جوړ کړي، هلته تللي وو.

XS
SM
MD
LG