د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان حاکم گوند ښايي په سنا کې اکثریت بایللی وي


د جاپان د یکشنبې سنا په انتخاباتو کې د رایه ورکوونکو له عمومي نظر نه داسې معلومیږي چې د صدراعظم ناوتو کان حاکم ائتلافي گوند په سنا کې خپل اکثریت له لاسه ورکړی دی.

په جاپان کې ددغه هیواد د سنا لپاره انتخابات د ډیرو په نظر د اوسني حکومت چې د قدرت لسمه میاشت یې ده، یو ریفرنډم بلل کیږي.

د یکشنبې په ورځ د سنا د ٢۴٢ څوکیو د نیمايي لپاره انتخابات وشول.

د جاپان د دموکراتیک گوند محبوبیت تیره میاشت هغه وخت زیات شو چې ناوتو کان ددې هیواد صدراعظم شو خو د هغه د دې پیشنهاد په سبب چې په خرڅلاو باندې مالیه دوه چنده شي ترڅو د ملک د پورونو اندازه کمه شي، دغه گوند خپل حمایت بایلود.

د ښاغلي کان حکومت د انتخاباتو نه وروسته هم ځکه په قدرت پاتې کیږي چې اوس هم په ولسي جرگه کې اکثریت لري.

په ولسي جرگه کې اکثریت به ښاغلي کان ته د اموقع په لاس ورکوله چې د ملک د پورونو د کمولو لپاره خلاص لاس ولري.

ښاغلي کان شنبه د انتخاباتي مبارزو په وروستۍ ورځ وویل، چې په خرڅلاو د مالیو اندازه به د راتلونکي ولسي جرگې له انتخاباتو وروسته چې په ٢٠١٣ کال کې باید وشي مطرح شي.

د جاپان د لیبرال د مخالف گوند مشر وویل چې صدراعظم د ملک د مالي سیستم د بیا رغونې لپاره څرگند تصور نه لري چې څنگه د خلکود ژوند چارې سمې شي.

XS
SM
MD
LG