د لاس رسي وړ اتصالات

مایک مولن: د افغانستان لپاره ستراتیژي نه بدلیږي


د امریکی د پوځ دسترودرستیزانو دکومیټی ریس ایډمیرل مایک مولن پرون دشنبی په ورځ دافغانستان او پاکستان حکومتی مشرانو سره دخپلو ملاقاتونو په وخت هغوئ ته ډاډ ورکړ چه په افغانستان کی دامریکایی قواو دعمومی قوماندان د تبدیلئ نه وروسته به په افغانستان کی دجنگ اوسنئ لاره بدله نه شی.

مایک مولن پرون کابل ته په سفر تللی ؤ او دافغانستان دپوځی او ملکی مشرانو سره یی خبری وکړی.

نوموړي غوښتل چه دافغانستان مشران ډاډه کړی چه په افغانستان کی به دامریکایی قواو دعمومی قوماندان داستعفا نه وروسته هیڅ ډول بدلون دامریکا په سیاست کی را نه شی.

دافغانستان دجمهور ریس د دفتر د مطبوعات چارو ویاند وحید عمر دامریکایی قواو دقوماندان سټینلی مک کریسټل په استعفا باندی خواشینی څرگنده کړه، خو ویی ویل چه دامریکا دجمهور ریس بارک اوباما د هغی فیصلی هرکلی کوی چه دجنرال ډیویډ پیټرس دمقررئ په باب یی وکړه.

اډیمریل مایک مولن دپاکستان د جمهور ریس اصف علی زرداری او د پوځ دلوی درستیز جنرال اشفاق پرویز کیانی سره پرون په اسلام اباد کی دخبرو نه وروسته ،یو وار بیا تاکید وکړ چه پاکستان اوس هم د په سیمه دامریکا یو ډیر مهم او نژدی انډیوال دی.

له بلی خوا پرون د رویټرز خبری اژانس راپور ورکړ چه دافغانستان دپوځ په یوه موټر کی په تصادفی ډول یوه چاودنه وشوه چه موټروان یی ځا ی په ځای مړ کړ.

په عین وخت کی ناتو وایی چه پرون یی دهیواد په جنوب او ختیز کی په څو حملو کی پنځه تنه عسکر وژل شوی دي، مگر دا یی ونه کړه چه وژل شوی عسکر دکوم هیواد وو .

په کال ٢٠٠١ میلادی کی دجنگ دشروع کیدلو نه را په دی خوا سږکال دجون میاشت په افغانستان کی د ناتو دعسکرو لپاره یوه ډیره مرگانئ میاشت وه.

ناتو وایی چه عسکرو یی دلوگر د ولایت د پل عالم د ولسوالئ د قلا صابر په کلی کی دجمعی په ورځ د غلام سخی په نامه د طالبانو یو قوماندان په یوه کو ر کی وروسته دهغی وواژه چه په عسکرو یی ډزی وکړی.

XS
SM
MD
LG