د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې له اسرائیلو د اړیکو شکولو گواښ وکړ


د ترکیی دبهرنیو چارو وزیر ویلی چی که اسراییلو د غزی تړانگی ته د مرستی رسولو په کښتۍ باندی د حملی له امله چی اته تنه ترکان او یو ترکی لاصله ارمنستانئ پاکی ووژل شول، معذرت ونه غواړی نو ملک به یی د اسراییلو سره خپلی ډیپلوماتیکی اړیکی وشولوی

د بهرنیو چارو وزیر احمد داوتوگلو د حوریت د ورځپاڼی سره په مرکه کی وویل چی د اسراییلو سره به یی د ملک اړیکی وشلیږی که اسراییل د می د میاشتی د یودیرشمی نیټی د حملی له امله معذرت ونه غواړی او یا هم په دی اړه د نړیوالو د تحقیقاتو نتایجو ته غاړه کښنږدی.

خو د اسراییلو صدراعظم بینیامین نتان یاهو د جمعی په ورځ ویلی و چی د دی حملی له امله به معذرت ونه غواړی.

ښاغلی نتانیاهو د اسراییلو په دولتی ټلویزیون کی وویل چی اسراییل په دی حمله کی د مرگ ژوبلی له امله متآثره دی خو د دی حملی له امله به هیڅکله هم معذرت ونه غواړی ځکاه چی اسراییلی عسکرو د خپل ځان دفاع کړی ده.

ښاغلی نتانیاهو دا خبره هم رد کړه چی گواکی اسراییل به ترکیی ته د هغوی د اتباعو د وژل کیدو له امله پیسی تادیه کړی.

XS
SM
MD
LG