د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان پر پاکستان د جدي اقداماتو غږ کړی


افغانستان پر پاکستان د جدي اقداماتو غږ کړی
افغانستان پر پاکستان د جدي اقداماتو غږ کړی

د پاکستان د ډان ورځپاڼه د جولای د شپږمې نېټې په گڼه کې لیکي، د افغانستان د ملي امنیت سلا کار د پاکستان په حکومت غږ کړی دی چې د جنگي ډلو په وړاندې چې د پاکستان له خوندي ځایو په افغانستان بریدونه کوي سخت اقدامات وکړي.

ډان لیکي، رنگین دادفر سپانتا د فرانس پرس سره په یوې مرکې کې دغه خبره کړېده. دده دا غوښتنه د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې یو بدلون راښيي. پخوا به د افغانستان حکومت د پاکستان حکومت هڅاؤ چې د القاعده او طالبانو سره د افغانستان د مسایلو پرسر معامله و کړي.

ډان لیکي، څه موده وړاندې د الجزیر ې تلویزیوني شبکې ویلي ؤ چې حامد کرزي د حقاني د ډلې د یوه مشر سره کتلي دي. وروسته دغه خبرټولو خوا و رد کړ.

ورځپاڼه د فرانس پرس له قوله لیکي چې سپانتا وايي افغانستان کافي ډیر شواهد په لاس کې لري چې پاکستاني مقاماتو القاعده او نورو ترورستي ډلو ته دا اجازه ورکړې وه چې د پاکستان له خاورې نه د افغانستان په ضد حملې وکړې. افغانستان څو څو ځلي دغه شواهد د پاکستان خواته استولي دي. فرانسپرس وايي چې پاکستان ونه شو کړای چې په قبایلي سیمو کې د افغانستان د یاغیانو پر ضد کوم اقدام وکړي.

ډان لیکي، سپانتا ویلي دي چې پاکستان د تروریزم ضد اتحاد د یوه غړي په صفت باید د تروریزم د ځپلو لپاره جدي اقدامات وکړي. ده ویلي دي چې پاکستان باید د ترورستانو مشران دده هیواد ته ورسپاري. دوی باید د هغو ترورستانو د نومونو لست چې ددوی سره په بندیخانو کې دي افغانستان ته ورکړي. سپانتا ويلي دي چې مونږ باید د تروریزم د ناورین سره په جدي ډول مقابله وکړو.

د کرسچن ساینس مانیتور ورځپاڼې د جولای د دوهمې نېټې په گڼه کې لیکلي دي چې په کندوز کې د تیرې جمعې حملې په خپله ښيي چې جنگي ډلې اوس د ملکي او نظامی اهدافو تر منځ هیڅ ډول توپیر نه کوي .

ورځپاڼه لیکي چې هغه ځان مرگي برید کونکي چې د امریکا د یو اس ایډ په دفترحملې وکړې هغه یې د عراق نه کاپي کړې وې. په اوله کې دوی د دیواله خوا کې په بمونو ډک موټر والوځول او بیا په داسې حال کې چې یو ډول وارخطايي منځ ته راغلې وه نورکسان یې د ودانۍ دننه کړل. په دې حملو کې درې بهرنیان او یو شمیر افغانان ووژل شول.

کرسچن ساینس مانیټور لیکي چې طالبانو په خپله اعلان وکړ چې دا ددوی د تاکتیک برخه ده چې د لویدیزو هیوادو په ملکي او نظامي اهدافو باند حملې وکړي. داسې ښکاري چې طالبان د امریکا ددې پالیسۍ په ضد دریږي چې اوباما غواړي په افغانستان کې د نظامي عملیاتو په څنگ کې ملکي کارونه هم په مخ ولاړ شي او نظاميان غواړي چې په ډیره اندازه ملکي کارونه وکړي او بشری مرستې ورسوي.

ډیرو امریکايي ورځپاڼو د اسوشیتد پرس په حواله لیکلي دي چې د امریکا د جمهوري ریاست پخواني کاندید اود جمهوري غوښتونکو ستر مشر جان مکین ویلي دي چې کندهار د افغانستان د بریالیتوب لپاره ډیر زیات اهمیت لري او که چیرې د امریکا پوځونه وکړی شي په کندهار کې امن ټینگ کړي نو دا به دافغانستان د امن په معني وي.

سناتور جان مکین د دوشنبې په ورځ کندهار ته ولاړ او هلته یې وویل چې په راتلونکو څومیاشتو کې سخته جگړه په مخکې لرو او په دې کې به د څه مودې لپاره د امریکايي عسکرو تلفات خامخا زیاتیږي.

اسوشیتډ پرس د مکین له قوله لیکي، طالبان هم په دې خبره ښه پوهیږي چې کندهار د بریالیتوب او پاته والي لپاره ډیر مهم دی. مکین د کابل په بین المللي هوايي ډگر کې دا خبرې خبریالانو ته وکړې.

اژانس لیکي مکین د براک اوباما په دې پالیسي هم انتقاد وکړ چې بل کال ته به د افغانستان نه د خپلو عسکرو په ایستلو پیل کوي. که څه هم اوباما ویلي دي که چیرې وضعه د جنگ په میدان کې اجازه ورنه کړي نو د امریکا ډیر عسکر به پاتی شي. خود غه خبره په هغو بحثونو کې ورک کیږي چې کله د جنگ په هکله د امریکا په ژمنو خبرې کیږي. مکین ویلي دي چې دی هیله کوي چې د اوس نه تر جولای ٢٠١١ پورې پرمختگ وگوري. ده زیاته کړیده چې مونږ باید دښمن ته دا حربه په لاس ورنه کړو چې مونږ مخکې له دې چې جگړه پای ته ورسوو له ملکه وځو.

اسوشیتډ پرس د جوزف لیبرمن له قوله چې د مکین سره د افغانستان په سفر کې شامل دی لیکي چې که څه هم د امریکا د جمهور رئیس دا مهال ویش به ددې لپاره وي چې افغان پوځ د ملک د دفاع لپاره چمتو شي او افغانانو ته دا پیغام ورسوي چې مونږ د تل لپاره هلته نه یو، خو بیا هم د اوباما دا اعلان ښه کار نه دی. ده وویل دوی هر چیرته اوري چې امریکایان افغانستان پریږدي خو مونږ به تر هغه پورې له افغانستان نه ولاړ نه شو تر څو جگړه مو پای په بریالیتوب سرته نه وي رسولې.

XS
SM
MD
LG