د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایلو ۱۶۰۰ نویو کورونو ته اجازه ورکړې


اسرایلو ۱۶۰۰ نویو کورونو ته اجازه ورکړې
اسرایلو ۱۶۰۰ نویو کورونو ته اجازه ورکړې

د اسرایلو د کورنیو چارو وزارت په ختیځ بیت المقدس کې د ١٦٠٠ نورو نویو کورونو د جوړولو وروستۍ اجازه ورکړېده. دا اجازه په داسي حال کې ورکړل شوې چې امریکا څو ورځې وړاندی ویلي وه چې د نویو کورنو د جوړلو په سبب ډیر اندیښمن دی.

د اسرایلو د کورنیو چارو د وزارت نطاق وایي چې ډیر ژر به د ٢٧٠٠ نورو کورنو د جوړولو اجازه هم ورکړي

بلي خوا ته فلسطینان وایي چې دوي غواړي چې ختیځ بیت المقدس د دوي د راتلونکي ریاست پایتخت ووسي. فلسطینیانو تل د دغو نویو ابادیو سره مخالفت کړیدی. او وايي چې که اسرایلو په دې ښار او لویدیځه غاړه کې د کورونو جوړول بند نه کړل نو د سولې خبرو ته به حاضر نه شي

د فلسطینانو مرکچي صایب ارکات د دې کار په سختی سره غندنه کړیده او په امریکا یې غږ کړیدی چې نور دي په ملگرو ملتو کې د فلسطین د دولت په نمایندگي اعتراض نه لاس واخلي

اسرایل او امریکا په ملگرو ملتونو کې فلسطینانو ته د مستقلې نمانیدگۍ ورکولو سره مخالفت لري . دوی وایی چې د مسلو حل یوازې په خبرو کی دی.

د اسرایلو د کورنیو چارو وزارت وایي چې دوي دا کورنو په کوم سیاسي اساس نه جوړوي بلکې دا د ولس په غوښتنه جوړیږي.

XS
SM
MD
LG