د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ستر اقتصادي پرمختگ پیشبیني کوي


د امریکا مرکزی بانک وايي چې د امریکا اقتصاد به په چټکی بهتره شی او په راتلونکو میاشتو کې به کارونه هم زیات شي.

د امریکا مرکزي بانک خپل وروستی راپور د چهارشنبې په ورځ خپور کړ.

د مرکزي بانک مامورین خوشبینه دی چې د امریکې اقتصاد به چې د دویم جهانی جنگ د بحران نه وروسته را منځ ته شوی وه بهتره شی.

په یوې نوې پیشبینی کې مرکزي بانک وايي چې د امریکې اقتصاد به سږ کال په سلو کې درې عشاریه دوه او درې عشاریه اوه وی .

د جنوری په میاشت کې پیشبینی شوې وه چې انکشاف به دوه عشاریه اته تر درې عشاریه پنځوفیصدو پورې وی.

زیات اقتصادی پرمختگ به دامریکا د لوړی سوېی استخدام زیات کړی.

مرکزي بانک وايي چې د بیکاری درجه اوس په سلو کې ٩،٩ فیصده ده.

دغه دمرکزي بانک وايي چې په امریکا کې انفلاسیون به کم وی. انفلاسیون به مرکزی بانک ته اجازه ورکړی چې دسود نرخ کم وساتی څو اقتصادی انکشاف سره مرسته وکړی.

د چهارشنبې په ورځ د کار ادارې ویلی چې د استهلاکی مالونو بیه د اپریل په میاشت کې یو فیصده را ښکته شوې ده او دا په یوه کال کې ښکته درجه ده.

په تیرو دولسو میاشتو کې انفلاسیون په سلو کې نهه لوړ شوی وه او دا په څلوېښتو کلونو کې زیات انفلاسیون ښئی.

د مرکزي بانک پخوانی رئیس رابرټ هلر دا خبره د لومبرگ په تلویزیون کې وکړه.

هلر وايي: "د انفلاسیون مخه به ونیول شی. خو دا خبره باید له یاده ونه باسو چې دکورونو بازاراوس هم په خراب دی او د کورنو بیه په سلوکې ٢٥ کمه ده . دا به د انفلاسیون درجه را کمه کړی".

د کورنو دمعاملو بانک په یوه یاداشت کې ویلی چې د روان کال په دری میاشتو کې په سلوکې لس د کورونو خاوندانو خپله اجاره نه ده ورکړی.

دا د کورنو پورونو نه ورکولو نتیجه وه چې په٢٠٠٨ کال مالی وضع خرابه شوه او په امریکا کې مالی بحران راغی.

اکثره اقتصاد پوهان وايي چې د امریکا دکورونو تجارت دهیواد په اقتصاد ی پربحران کې زیات تآثیر لری.

XS
SM
MD
LG