د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د کندهار د حملې مسئولیت واخیست


طالبانو نن په کندهار کی د ناتو په غټی اډی باندی د حملی مسؤلیت په غاړه اخیستئ دئ.

پرون په کندهار کې د ناټو په هوایی اډه باندې د هاوانونو او راکټو ډزې شوې وې او او تندروانو ددې اډې شمالي خو ا ته د ننوتلو ناکامه هڅه کړې وه.

د ناتو چارواکی وایی چی په دی حمله کی د ایتلاف د قواوو یو شمیر عسکر او ملکی منسوبین زخمی شوي دي خو د چا د مرگ رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو یوه نطاق ویلی چی هغوی په دی اډه باندی د دوو خواوو نه حمله کړی او د پنځلسو نه یی زیات راکټ ویشتلي دي.

دا په دی یوه اونۍ کی په افغانستان کی دویمه حمله ده چی په پوځی ډو باندی کیږی. طالبانو د چارشنبی په ورځ په بگرام کی د امریکا په مهمه هوایی اډه باندی حمله وکړه یو امریکایی قراردادی یی وواژه.

بل پلو د کاپیسا په ولایت کی پنځه افغان ملکی کسان د ماین په چاودنه کی هغه وخت ووژل شول چی په کرونده کی یی کار کاوه.

XS
SM
MD
LG