د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي کارپوهان د مکریسټل استعفا حیرانوونکی بولي


په افغانستان کی دامریکایی قواو نوی عمومی قوماندان ټاکل شوی دی خو دامریکا اوسنی پوځی استراتیژی به په خپل حال پاتی وی. که څه هم چه دجنرال مک کرئیسټل لری کیدل یو حیرانوونکی بدلون ؤ مگر په افغانستان کی دنوي قوماندان ډیویډ پیټرس دمقررئ له امله په واشنگټن کی د زیات اطمنان احساس راپیدا شوی دی.

د جنرال سټینلی مک کرئیسټل لری کیدل او دکار نه یی استعفا کول داسی یوه پیښه ده چه د ډیری مودی نه را په دی خوا نه وه لیدل شوی. ځکه چه د ډیرو کلونو نه وروسته دا لومړی وار دی چه دامریکا یو جمهور رئیس یو برحال پوځی قوماندان دخپلی وظیفی نه دجنگ په منځ کی لری کوی. دی پیښی ډیر خلک حیران کړل.

په کال ١٩٥١ میلادی ده غی زمانی جمهور رئیس رئیس هیری ټرومن هم په کوریا کی دامریکایی قواو او متحدینو عمومی قوماندان جنرال ډوگلس مکارتر دخپلی وظیفی نه دکوریا دجنگ په اوج کی لری کړ. خو ددواړو اختلاف نظر د پالیسئ او سیاست په سر راپورته شوی ؤ. مگر دا ځلی دامریکا یو جمهورر یس د بی احترامئ او بی د سیپلنئ له امله یو برحال جنرال دخپلی وظیفی نه لر کوی.

د مک کرئیسټل په خلاف شکایت دا ؤ باندی دا و چه په دانسته ډول یی د حکومت دملکی مشرانو سپکاوی کړی دی او د بی احترامئ کلتور ته یی اجازه ورکړی وه چه لوړ رتبه و پوځی مشاورانو او ماتحتانو په منځ کی خپور شی:

که څه هم چه سړی بدل شو خو پالیسی نه ده بدله شوی

د امریکی دهیریټیج فاونډیشن د تحقیقاتي موسسی غړی میرمن سیلی میکنیمیرا وایی چې جنرال مک کرئیسټل په پوځ د تقریبا یوه افسانوی شخصیت خاوند ؤ خو ډیره سخته اشتباه ورڅخه وشوه او ډیر خراب قضاوت یی وکړ او ځان یی متاسفانه چه دناوړه پیښی سره مخامخ کړ.

مگر مییکنیمیرا وایی کومه استراتیژی چه هغه په افغانستان کی وضع کړی ده په خپل حال به پاتی وی. دپالیسئ په سره یی دجمهور رئیس سره څه اختلاف نه لره:

ساتراتیژی به یی پاتی وی زما فکر کوم چه جنرال ډیوډ پیټرس خپل خاص سبک او روش لری خو د استعداد په لحاظ ددی جوگه دی چه خپل کار په ښه شان سر ته ورسوی.

په واشنگټن کی کارپوهانو او سیاست مدارانو بیل بیل عکسالعملونه وښودل خو زیاتره یی دمک کرئیسټل په ځای دجنرال پیټرس مقررئ ډیر حیران کړی دي. ځکه چه دتیرو څو هفتو نه په افغانستان کی دامریکا په موجوده پالیسئ باند له هری خوا انتقادونه کیدل او دا شکایت کیده چه دتوقعاتو برخلاف ډیر کم پرمختگ دافغانستان په جنوب کی ترواسه پوری شوی دی.

یو شکایت دا ؤ چه دملکی خلکو داحتمالی تلفاتو له ویری امریکایی قواو ته اجازه نه ورکول کیده چه په طالبانو باندی په ډیرو ځایونو کی حملی وکړی. بل مهم شکایت دا موجود دی چه دابادئ پروژی سر ته و نه رسیدلی او نه دامنیت دساتلو په خاطر دافغانستان امنیتی قواو لکه څرنگه چه لازم ؤ وروزل شی او نه په افغانستان کی اداری فساد او رشوت خوری ظڅوه شوه.

خو جنرا لمک کرئیسټل یو هغو څو محدودو امریکایی قوماندانانو او مامورانو په جمله کی ؤ چه دجمهور رئیس حامد کرزي سره یی نژدی اړیی لرلی او په ښه شان یی وکولی شول چه دافغانی مشرانو سره په ډیره مشکلو حالاتو کی هم ښه گزاره وکړی.او همدا وجه وه چه کرزي هم ددغه امریکا جنرال کلک تاید او ملاتړ کاوه.

دافغانستان دکورنیو چارو یو پخوانی وزیر غلی احمد جلالی وایی:

جنرال مک کرئیسټل دافغانی مشرانو سره دډیر نژدی نه شناخت لره او په واقعیعت کی خو جمهور رئیس کرزی په دی نظر ؤ چه نوموړی جنرال د افغانستان دوضع په نزاکت باندی ښه پوهیږی او دافغانستان رواج او کلتور هم ورته ښه معلوم ؤ.

کله چه په افغانستان کی دناتو دقواو دعمومی قوماندان پ توگه وټاکل شو نو ښاغلی کرزی ډیر خوشحاله شو. مک کرئیسټل یو لړ مهم اقدامات وکړل. دجنگ په وخت یی دملکی خلکو دتلفاتو دکمولو لپاره ډیر کوښښ وکړ او هم یی زیار ایسته چه دشپی له خوا نیمه شپه دخلکو په کورونو باندی دعسکرو دورننوتلو پیښی کمی شی. خو بیا هم جنرال ډیویډ پیټرس به هم دافغانی مشرانو سره حسنه روابط وساتی ځکه چه ډیر یو هوښیار او زیرک جنرال دی.

د هیریټیج فاونډیشن غړی میکنیمیرا یوار بیا داسی وایی:

زه په دی اړه هیڅ شک او شبهه نه لرم چه پیټرس به په افغانستان کی خپله ښه کارکردگی وښیی .عسکر یی ډیر احترام ساتی او یقن یی په خبرو باندی کوی. میرمن سیلی میکنیمیرا په پای کی خبرداری ورکوی چه مونږ باید وگورو که څه هم چه مشکلات ډیر دي خو باور لرم چه د موجوده استراتیژی به کامیابه شی ،په افغانستان کی به امنیت ښه شی او دخلکو ژوند به ارام شی.

خو بیا دجنرال پیټرس دمقررئ باوجود په واشنگټن کی ددغی ستراتیژئ په اړه زیات باور او اعتماد نه لیدل کیږی

XS
SM
MD
LG