د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني مرستیال والي ووژل شو


د غزني مرستیال والي ووژل شو
د غزني مرستیال والي ووژل شو

د افغانستان پولیسو ویلی چی د غزنی په ولایت کی یوه ځان مرگي بم چونکي ددې ولایت یو جگ پوړئ ولایتی چارواکئ او لږ تر لږه پنځه تنه نور وژلي دی.

په نننۍ حمله کی محمد کاظم الله یار او د هغه زوی، وراره ، یو کس ساتونکئ او همدا شان دوه تنه ملکي لارویان ووژل شول.

پولیس وایي چې د هغوی موټر د غزنی په ښار کی د الله یار د د فتر په لور روان ؤ چی ځان مرگي خپله رکشا د هغه د موټر سره وجنگوله.

په دی حمله کی همدا شان لږ تر لږه اته تنه نور زخمی شول.

دغه راز جمهور ریس حامد کرزي په کابل کی په یوه احساساتی وینا کی د تشدد دا ډول پیښی وغندلی او وویل چی د دی ویره او اندیښنه ورسره ده چی د دی ملک زلمیان د ملک پریښودو ته اړ نشی.

هغه د خپلو خبرو په وخت کی یو وار په ژړا شو او وویل چی هغه نه غواړی زوی یی میرویس خارجی تبعه شی.

د هغه وینا په افغانستان کی د ښونی او روزنی په اړه وه او ښاغلي کرزي وویل چی ماشومان د بمونو او ځان مرگي حملو د ډاره ښوونځیو ته نشی تللی.

XS
SM
MD
LG