د لاس رسي وړ اتصالات

کراچئ کې مرگانۍ پیښې ادامه لري


کراچئ کې مرگانۍ پیښې ادامه لري

کراچئ کې مرگانۍ پیښې ادامه لري

وسله والو کسانو پرون سه شنبې په کراچۍ کې ١٢ تنه ووژل. دا د تشدد هغه تازه پیښې دي چې د پاکستان دغه تر ټولو لوی ښار یې په سر اخیستی دی.

د پاکستاني مطبوعاتو د راپورونو له مخې، ناپیژندل شویو وسله والو د کراچئ د شیرشاه سیمې په کباړي بازار کې پر خلکو ډزې پیل کړې.

په ١٢ تنه وژل شویو کسانو کې دوکانداران او سودا اخیستونکي شامل دي. په پیښه کې یو شمیر کسان ټپیان دي.

د روغتیا د چارو مسئولین وايي، د قربانیانو مړي د ښار عموي روغتون ته وړل شوي دي.

مبارک علي په کراچۍ کې د روغتیا د چارو یو افسر دی: "تقریبا لس مړي دلته راوړل شوي. څلور، پنځه زخمیان راوړل شوي دي. مړي ستاسو په مخ کې دي او د زخمیانو درملنه کیږي".

د سنده د ایالت د حکومت او پولیسو د معلوماتو په اساس، د شنبې د ورځې راهیسې په کراچئ کې ۴۴ تنه وژل شوي، په وژل شویو کسانو کې یو شمیر سیاسي فعالین هم شامل دي. د تشدد په دغو روانو واقعاتو کې ۴٨ کسان زخمي شوي دي.

د پاکستان په دغه بندري ښار کې د تشدد پیښو په داسې حال کې زور اخیستی چې د یکشنبې په ورځ د سنده د ایالتي شورا د یوه وژل شوي وکیل د ځای ناستي د ټاکلو لپاره انتخابات وشول.

د ١٦ میلیونه نفوس لرونکي دغه ښار کې سیاسي، قومي او مذهبي تشنج موجود دی.

دا چې کراچي د پاکستان تر ټولو مهم سیاسي مرکز دی، د ملک مشرانو ته تل دا ډیره مهمه وي چې دغه ښار آرام وساتي، خو د طالبانو د بغاوت تر څنگ په دغه ښار کې لا له وړاندې جنايي پیښو او د تشدد واقعاتو زور اخیستی دی.

دوه سیاسي گوندونه، متحده قومي موومنټ او عوامي نیشنل پارټي د تشدد له دغو اکثره واقعاتو سره تړاو لري. دوی د کراچئ په هغو دوو قومونو کې خپل ملاتړ لري چې د ښار اکثریت تشکیلوي.

متحده قومي موومنټ د هغو اردو ژبو اوسیدونکو د نمایندگئ ادعا کوي چې په ١٩۴٧م کال کې د پاکستان له جوړېدلو وروسته له هند نه کراچئ ته مهاجر شوي وو.

دغه گوند دین او سیاسي چارې سره بیلې گڼي او په ښار کې د طالبانو د خوځښت مخالفت کوي. خو دا خبره د پښتنو نماینده گوند، عوامي نیشنل پارټۍ ته د ضربې ورکولو لپاره کوي.

رضا حیدر، د سنده ایالتۍ اسامبلئ چې په تیر اگست کې په ډزو کې ووژل شو، د متحده قومي موومنټ عالي رتبه غړی وو.

متحده قومي موومنټ او عوامي نیشنل پارټئ دواړو د رضا حیدر د خالي شوې څوکئ د حاصلولو لپاره سیالي کوله، خو عوامي نیشنل پارټئ د شنبې په ورځ ناوخته له انتخاباتو سره مقاطعه اعلان کړه او ویې ویل چې متحده قومي موومنټ په انتخاباتو کې درغلي کوي.

XS
SM
MD
LG