د لاس رسي وړ اتصالات

اذربایجان له کلینټن نه منځگړیتوب غوښتی


د اذرباییجان جمهوررئیس الهام علییف د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هلري کلنټن وهڅوله چې د ارمنستان سره د نوگورنو قره باغ د کشالې په ختمولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي علییف وویل، چې دغه کشاله د سیمې د سولې لپاره یو گواښ دی. میرمن کلنټن د علییف سره په باکو کې خصوصي کتنه وکړه. کلنټن وروسته وویل چې امریکا حاضره ده چې ددغې شخړې په برخه کې مرسته وکړي چې دواړه هیوادونه سولې ته ورسیږي.

د نوگورنو قره باغ سیمه چې اوسیدونکي یې گرجیان دي د هغې زمانې نه لا تر اوسه پورې چې په ١٩٩٠ کلونو کې اوبند شو اوس هم د ارمنستان لخوا کنټروليږي. په دې جگړه کې تراوسه پورې ٣٥ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

میرمن کلنټن مخکې له دې چې ارمنستان ته ولاړه شي وویل چې هغې د علییف سره د انترنټ د دوو فعالینو د سرنوشت په هکله هم خبرې کړيد ي چې پروسږکال د باکو په یوه انترنټي کافی کې نیول شوي دي.

د شنبې په ورځ، پولند او امریکا یوه موافقه لاس لیک کړه چې د میزایلو په ضد سپر چې د ناتو غړي هیوادونه وساتي، تاسیس کړي. د موافقې د لاس لیک په وخت کې کلنټن او د پولند د بهرنیو چارو وزیر راډسلاوسکورسکي حاضر وو. ددغې موافقې په اساس امریکا به د پولند په خاوره کې د میزایلو یو دفاعي سیستم ودروي.

روسیه ددغه پلان سره موافقه نه ده. میرمن کلنټن د موافقې د لاس لیک په وخت کې وویل چې دا سیستم بالکل یو دفاعي سیستم دی او د روسیې پرضد نه دی.

د پولند سره دا موافقه د مخکیني پلان نه توپیر لري چې یې غوښتل د اروپا د ژغورنې لپاره د اوږده واټن میزایل پر ضد سیستم ودروي. په نوی پلان کې یواځې د لنډ او منځني واټن میزایلونو پرضد سیستم درول کیږي.

میرمن کلنټن د پنځو هیوادو په څلور ورځنۍ سفر بوخته ده او هغو هیوادونو ته سفرونه کوي چې مخکې د روسیې متحدین بلل کیدل. د اذربایجان له تگ نه مخکې هغې پولند او یوکراین ته هم سفرونه کړيدي. کلنټن به وروسته ارمنستان او بیا گرجستان ته ولاړه شی.

له بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هلري کنټن د شنبې په ورځ هغو حکومتونو ته اخطار ورکړ چې ظاهراً ددموکراسۍ ادعا لري خو د حکومتي زور نه په کار اخیستلو سره مدني ټولنیزې ازادۍ صلبوي.

کلنټن تیره ورځ په پولند کې د ١٧ هیوادو د ډموکراسۍ د ټولنې په لسمه کالیزه کې وینا کوله. هغې د بریتانیې د فقید صدراعظم ونسټن چرچل د هغې وینا په هکله یادونه وکړه چې هغه ٦٠ کاله مخکې ورکړې وه او په هغې کې د اروپا په امتداد کې د وسپنیزې پردې د جوړولو په هکله اخطار ورکړی ؤ. هغې وویل د شوروي اتحاد په ړنگیدلو سره دغه پرده هم لرې شوه. خو هغې دا هم وویل چې اوس داسې هیوادونه دي چې ورو ورو مدني ټولنې او انساني روحیه ځپي.

کلنټن د یوه وجهي صندوق د جوړولو اعلان وکړ چې د هغو غیردولتي موسساتو سره مرسته وکړي چې په دې برخه کې په مبارزه بوختې دي. هغې وویل امریکا به دغه صندوق ته دوه ملیونه ډالره ورکړي.

د امریکا جمهوررئیس هم د ډموکراسۍ د ټولنې د لسم تلین په مناسبت په خپل یو پیغام کې ویلي دي چې دی په دې اندیښمن دی چې یو شمیر هیوادونه په مدني ټولنو یو لړمحدودیتونه لگوي او ددې په ځای چې ازادي زیاته کړي د قوانینو په جوړولو سره دغه ازادي نوره هم صلبوي.

میرمن کلنټن هغه هیوادونه چې په کې د اتحادیو فعالیتونه، مذهبي ډلې، د بشري حقوقو فعالین او د ټولنیزو د بدلونونو مخه په کې نیول کیږي، شمالي کوریا، روسیه، چین، سپینه روسیه، زمبابوې، ایران ، مصر، د کانگو دموکراتیک جمهوریت، اتیوپیا، ونزویلا او کیوبا وښودل.

XS
SM
MD
LG