د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: مارجه او ناوه، بریالیتوب؟


واشنگټن پوسټ: مارجه او ناوه، بریالیتوب؟
واشنگټن پوسټ: مارجه او ناوه، بریالیتوب؟

واشنګټن پوست ورځپاڼې د جولای د ۲۵ مې نېټې په ګڼه کې لیکلي دي چې د مارجې د ولسوالۍ نه ۱۵ میله لیرې د ناوې په ولسوالۍ کې بریالیتوب تر سترګو کیږي.

د بلي خوا داسي ښکاري چې د آمریکا ملکي نظامي د یاغيګرۍ ضد تګلارې هلته کار وکړی وي.

ورځپاڼه لیکي چې د ناوې د ولسوالۍ مرکز دومره آرامه دی چې آمریکايي قواووې تل په کښي پرته له زغره لرونکو واسکټونو او خولیو ګرځي.

دغه راز د یادشوي ولسوالۍ اقتصاد هم ډیر ښه دی ځکه د زراعت په برخه کې آمریکا ورسره ۱۰ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې اوس د ناوې بازار دومره مصروف دی چې پخوا هیڅکله نه و، په دغه بازار کې موبایلونه، چینايي موټر سایکلونه او نور توکي خرڅیږي.

ورځپاڼه لیکي چې عین نظامي تګلاره چې په ناوې کې پیاده شوه هماغه تګلاره په مارجې کې هم پیاده شوه خو په مارجې کې یې کار ورنکړ. سره له دې چې د آمریکا سمندري قواوو د طالبانو پرضد یو لړ سخت عملیات وکړل، خو اوس هم په لسګوني طالبان په سیمه کې موجود دي او پر ګزمو باندي بریدونه کوي او په سړکونو کې ماینونه پټوي.

ورځپاڼه لیکي چې ناوه د مارجې د ولسوالۍ سره ډیر مشابهتونه لري. مارجه هم د ناوې په شان ۸۰ زره اوسیدونکي لري او تقریباْ ټول یې پښتانه دي. دواړه ولسوالیانې د کوکنارو پر کښت باندي تکیه کوي ، په دواړو ولسوالیو کې خلګ له ټولنیز پلوه محافظه کاره دي او ډیر ستر کوي، په دواړو ولسوالیو کې څلور کاله مخکي طالبانو نفوذ پیدا کړ او وروستۍ دا چې په دواړو ولسوالیو کې د امریکا د یاغي ګرۍ ضد تګلاره تطبیق شوه.

ورځپاڼه د آمریکايي نظامي چارواکو له قوله لیکي چې مارجه نور وخت ته ضرورت لري چې د ناوې په شان پرمختګ وکړي. ورځپاڼه لیکي چې تمه کیده چې مارجه به هم یو بریالیتوب وي خو په بشپړه توګه داسي ونشو.

XS
SM
MD
LG