د لاس رسي وړ اتصالات

د ٢٠١٢ کال د امریکا د ویزې لاتري


د ٢٠١٢ کال د امریکا د ویزې لاتري
د ٢٠١٢ کال د امریکا د ویزې لاتري

که غواړی چی متحده ایالاتو ته دمهاجرت کولو دپاره د وېزې په لاټرې کی برخه واخلی نوباید د نومبر تر دریمې نېټې پورې فورمې ډکي کړی.

دغه فورمې د کمپیوټر د لاري په www.dvlottery.state.gov آدرس ډکولای شی.د هغو کسانو نه چی غواړی په دغه لاټری کی برخه واخلي، په ټینگه غوښتل کېږی چی تر وروستیو شېبو پوری انتظار ونه باسی او خپلی فورمې هر څونه ژر چی کېږی ډکي کړي.

www.dvlottery.state.gov
www.dvlottery.state.gov

څرنگه چی بېخې زیات کسان غواړی په دغه پروگرام کی برخه واخلی نو ښایی د ویب سایټونو په لوستلو کی ځنډ راشی.

د هیچا غوښتنلیک د ډسمبر د دریمې ورځی د نیمایی نه وروسته نه منل کېږی.

د مهاجرت د لاټری د وېزې د دغه پروگرام اجازه کانگریس ورکړې ده او د خارجه وزارت له خوا اداره کېږی.

په دې پروگرام کی د هر توکم او کسب خلکو ته متحده ایالاتو ته د مهاجر ت کولو فرصت برابرېږی.

ددغه پروگرام په اساس هر کال امریکا ته پنځه پنځوس زره کسان مهاجرت کوی، او زیاتره د هغو هیوادونو نه خلک منل کېږی چی ډېر لږ کسان یې امریکا ته مهاجرتونه کوی.

د فورمو په ډکولو کی له بشپړ احتیاط نه کار واخلی، ځکه چی ستاسی فورمې د خاصو کمپیوټری پروگرامونو د لاري په ډېر غور څارلی کېږی.

هغو هیوادونو ته چی په تېرو پنځو کالو کی یې تر پنځوس زره زیاتو کسانو امریکا ته مهاجرت کړی وي، وېزی نه لېږلي کېږی.او هیڅ یوه هیواد ته په یوه کال کی د ټولو وېزو تر اوه فیصده زیاتی نه ورکولی کېږی.

XS
SM
MD
LG