د لاس رسي وړ اتصالات

د ١١ سپتمبر کلیزه او د نیویارک د جومات معضله


د ١١ سپتمبر کلیزه او د نیویارک د جومات معضله

د ١١ سپتمبر کلیزه او د نیویارک د جومات معضله

امریکایانو او ددغه هیواد منتخبو مشرانو د سپتمبر د یولسمې نهه کالیزه په داسې حال کې ولمانځله چې پرون په نیویارک کې په زرگونه خلک د نړیدلي تجارتي مرکز سره نژدې د یوه اسلامي مرکز د جوړیدلو په ضد او طرفداري راغونډ شوي وو.

د ٢٠٠٠ نه زیاتو خلکو په داسې حال کې چې په لاسونو کې یې شمعې گرځولې د مسلمانانو ددغه حق پلوي وکړه چې په کوز منهاتن کې ځان ته اسلامي مرکز جوړ کړي.

خو ددوی نه څو بلاکه لرې په یوه بله غونډه کې خلکو ویل چې ددغه مرکز جوړیدل د هغو قربانیانو کورنیو ته یو اهانت دی چې د سپتمبر د یولسمې نیټې په پیښه کې وژل شوي دي.

په هغه ځای کې چې مخکې د تجارتي مرکز لوړې ودانۍ ولاړې وې، د امریکا د جمهور رئیس مرستیال جو بایډن په یوه ستره غونډه کې برخه واخیستله. په دغه غونډه کې د ٢٧٥٢ قربانیانو نومونه ولوستل شول.

همدارنگه د واشنگټن نه د باندې جمهوررئیس براک اوباما هغه مراسمو کې گډون وکړ چې د پنتاگون نه د باندې ترتیب شوي او د هغو ١٨۴ کسانو یاد تازه کړ چې د پنتاگون په ماڼی کې د برید په وخت وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG