د لاس رسي وړ اتصالات

پر امریکا د یوولسم سپتمبر د حملو لس کاله پوره شول


پر امریکا د یوولسم سپتمبر د حملو لس کاله پوره شول
پر امریکا د یوولسم سپتمبر د حملو لس کاله پوره شول

نن یکشنبې د سپتمبر یوولسمه نیټه چې په امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال د ترهګریزو بریدونو د لسمې کلیزې سره سمون خوري.

په دغو حملو کې نږدې ۳ زره انسانان ووژل شول او یو داسې ملک ته یې تغییر ورکړ چې پخوا به یې فکر کاوه چې خاوره یې خوندې ده او په کښي سترې حملې نه کېږي.

د واشنګټن څخه مایکل بومن رپوټ راکوي چې په دغه ورځ باندې لس کاله مخکي یرغمل شویو الوتکو د سوداګرۍ د نړیوال مرکز سره وجنګیدې او بله الوتکه د پنټاګون سره ونښته.

نړۍ دغه ترهګریزې حملې ولیدلې.

د ۲۰۰۱ کال په پای کې امریکا په افغانستان کې جګړه پیل کړه.

د افغانستان د ماموریت نه دوه کاله وروسته امریکا پر عراق باندي برید وکړ. په عین حال کې امریکا پر خپل کورني امنیت باندي هم د سره غور وکړ او د کورني امنیت په نامه یې یو نوی وزارت رامنځ ته کړ.

همداشان نوي قوانین ولیکل شول او تصویب شول او په لړ کې یې د هغو کسانو څارنه آسانه شوه چې په ملک کې دننه او بهر پرې د ترهګرﺉ شک کیږي.

په داسي حال کې چې امریکایان د سپټمبر د یوولسمې نېټې په اړه فکر کوي او دغه نېټه را په یادوي.

د امریکا جمهور ریس بارک اوباما دغه کلیزه د هغو دریو ځایونو په لیدولو سره لمانځي چې لس کاله مخکې پرې بریدونه وشول. ښاغلي اوباما په خپلې اونیزې وینا کې هغو کسانو ته د درناوي مراتب وړاندې کړل چې د سپتمبر د یوولسمې په ورځ یې د خلکو د ژغورولو لپاره هلې ځلې وکړې.

اوباما وویل:

لس کاله مخکي عادي امریکایانو مونږ ته د جرات ریښتیني مثالونه وړاندې کړل او د سپټمبر د یوولسمې نیټې د حملو د قربانیانو سره د مرستې په خاطر زینو ته وختل، په اورونه کې یې ځانونه واچول او هلې ځلې یې وکړې چې له نورو سره مرسته وکړي. لس کاله وروسته یو نوی نسل اوس مونږ ته خدمت کوي او مونږ خوندي ساتي. مونږ به د دوی دغه قرباني هیڅکله د یاده ونه باسو.

د روان کال د مې په میاشت کې د امریکا خاصو قواوو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان د ایبټ آباد په ښار کې د القاعدې د سازمان مشر اسامه بن لادن وواژه او هغه وعده یې پر ځای کړه چې اوسني ولسمشر اوباما او پخواني ولسمشر جورج بوش کړې وه.

همدا شان په دې ورستیو ورځو کې امریکايي چارواکو د باور وړ خو ناتایید شویو استخباراتي معلوماتو له مخې د ترهګریزو اعمال د تهدید خبرداری ورکړ چې ترهګر ښايي د سپتمبر د یوولسمې نېټې سره سم تروریستي اعمال اجرا کړي.

XS
SM
MD
LG