د لاس رسي وړ اتصالات

د سټمبر د ۱۱ مې د بریدونو په تړاو د پنځو القاعده غړو نظامي محاکمه


د امریکا پوځ په رسمي ډول دهغو پنځو کسانو د نظامي محاکمې احکام صادر کړي چې ویل کېږي د القاعدې غړي دي او گومان کېږي چې په ٢٠٠١ میلادي کال کې یې پر امریکا باندې د ټروریسټي حملو پلان جوړ کړې و.په دغو حملو کې تقریبا ٣٠٠٠ کسان ووژل شول .

ېوه رسمي بیانیه چې نن دپجشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت خپره کړې وایې چې د دغو کسانو محاکمه به په راتلونکو ٣٠ ورځو کې دکیوبا د گونتانامو په ټاپو کې دامریکا په نظامي محبس کې پیل شي.

د پنټاگون ماموران وایې چې د سپټامبر د١١ حملې طراح خالد شیخ محمد چې مخکې یې لا په خپل عمل اعتراف کړې ؤ په دغو پنځو کسانوکې شامل دی.

دهغه ۴ نو رملگري هم دامریکا حکومت د ټرورزم په تور نیولي وو. امریکایې چارواکي وایې چې خالد شیخ محمد او ملگري یې د مسافر وړونکو الوتکو د تښتولو، قتل او د امریکا پرخلاف د سازش په جوړولو تورن دي.

که په پوځي محکمه کې پرې دا تورونه ثابت شول نو ډېر امکان شته چې د اعدام په سزا به محکوم شي.

XS
SM
MD
LG