د لاس رسي وړ اتصالات

افغان المصافي ټیم د امریکا د کرکټ سیالیو په فاینل کې


Florida 1 US Open criket torument 27b
Florida 1 US Open criket torument 27b

امریکا ته راغلو د افغان کرکټ لوبغاړو ټیم افغان المصافي پرله پسې دوه ماتو نه پس دوه بریاوې ترلاسه کړې او مقابل ټیمونه ېې مات او خپله د امریکا د یو ایس کرکټ سیالیو فاینل ته ورسیدل.

نن په لومړي سیمي فاینل کې د افغان المصافي ټیم کپتان جاوید احمدي پجه وګټله او د هیوسټن ټیم ته ېې د توپ وهنې نوبت ورکړ. د هیوسټن ټيم د شلو اورونو نه پس یو سل اته شپیته منډې وکړې چې رضوان چیمه پکې ۵۷ منډې وکړې.افغانستان لخوا ګلبدین نایب نن بیا ښه توپ اچونه وکړه او د هیوسټن درې لوبغاړي ېې وسوزول.

نوروز منګل او حشمت شهیدي د روانو سیالیو غوره لوبغاړي
نوروز منګل او حشمت شهیدي د روانو سیالیو غوره لوبغاړي

افغان المصافي ۱۶۹ منډو په هدف کې اوله وکټه د نجیب ترکي په لومړي توپ دلاسه ورکړه خو بیا جاوید احمدي او نوروز منګل د مقابل ټیم کلکه مقابله وکړه او د اتیا منډو ملګرتیا ېې وکړه ،جاوید ۴۷ او نوروز ۶۴ منډې وکړې .ورپسې حشمت شهیدي او ناصر جمال هم په وکټه ودریدل او ۴۳ او ۲۰ منډو کولو سره ېې ټيم نولسم اور کې بري ته ورسوه.

نوروز منګل د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.هغه د لوبې نه پس وویل چې المصافي ټیم خپل باور ترلاسه کړی او انشاالله فاینل به هم ګټي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG