د لاس رسي وړ اتصالات

افغان المصافي ټیم د امریکا کرکټ سیالیو کې دویم مقام وګټه


یو ایس اوپن کرکټ سیالیو په اتم پړاو کې شپاړلس ټیمونو برخه اخیستې وه .د څلور ورځو د پرله پسې سیالیو نه پس د افغان المصافي ټیم د یو ایس ال سټار ټیم سره د ټورنامنټ فاینل ته ورسید.

په فاینل لوبه کې د یو ایس ال سټار ټيم افغان المصافي ټیم ته د ۱۸۲ منډو هدف ورکړ. چې ځواب کې افغان المصافي ټیم د لوبې په پای کې په نهو وکټو ۱۷۹ منډې وکړې او د دوه منډو د لږ فرق سره ېې ونشو کړی چې فاینل وګټي .

افغان المصافي ټیم د دویم مقام ګټلو نه پس جام سره
افغان المصافي ټیم د دویم مقام ګټلو نه پس جام سره

په اخري اوور کې ګټلو ته یو لس منډې پکار وې ، اول بال باندې نجیب ځدران یوه منډه وکړه په دویم ګلبدین اوټ شو افتاب عالم راتګ سره سم په دریم توپ شپږیزه ووهله خو په څلورم بال اوټ شو. په پینځم بال شرف الدین اشرف راغی او هغه رن اوټ شو . اخري بال ته نجیب ځدران رامخامخ شو.خو هغه ونشو کړی چې پکار څلور منډې وکړي

د فاینل مقابل پای کې افغان المصافي ټیم ته د امریکا د کرکټ جام د دویم مقام یا رنر اپ جام ورکړل شو ،چې د المصافي کپتان جاوید احمدي واخیست.جاوید احمدي وویل چې دوي خپله خاوري وکړه خو قسمت ورسره یاري ونکړه.

خو د افغان المصافي ټیم مسول انجینر هارون وویل چې دا مو د امریکا کرکټ سیالیو کې لومړی ګډون و او فاینل پورې ورسېدو او بل ځل به دې نه هم ښه لوبه کوو.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG