د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د صحرا کرکټ جام سیمي فاینل ته ورسېد


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ د دویمې درجې د اتو ټیمونو په ټورنامنټ ډیزرټ ټي ټونټي یا صحارا شل اوریز جام کې گډون کوي. افغانستان په خپل گروپ کې نن دویمه سیالي د کوربه هیواد متحده عربي اماراتو سره درلوده. چې افغانستان ٥ وکټو وگټله او دې سره د دې سیالیو د دوه لوبو په گټلو د جام سیمي فاینل ته ورسېد.

افغانستان د متحده عربي اماراتو سره سیالۍ په پیل کې پچه وگټله او توپ اچونه ېې وکړه. په لومړي سر کې د مخالف ټیم لوبغاړو قوي لوبه وکړه او لسو اوورنو پورې په افغانستان برلاسي وو،خو وروسته د راشد ارمان ،محمد نبي او دولت ځدران غوره توپ اچونې سره د متحده عربي اماراتو د منډو سرعت کم شو.

په تېره راشد ارمان ډیره غوره توپ اچونه وکړه او څلور اورونو کې ېې یوازې دولس منډې ورکړې او دوه لوبغاړي ېې وسوزول ،چې دا په شل اوریزو سیالیو کې ډیره غوره توپ اچونه ده.

راشد ارمان نن بیا ښه بالنگ وکړ او څلور اورو کې ېې ١٢ منډې ورکړې
راشد ارمان نن بیا ښه بالنگ وکړ او څلور اورو کې ېې ١٢ منډې ورکړې

د متحده عربي اماراتو له لوري شهمان انور دوه پنځوس منډې وکړې، چې په دې کې د افغانستان د لوبغاړو لخوا د توپ نیوني کمزوري هم برخه درلوده او زیات کیچونه ورنه خطا شول او مخالف ټیم په یو سل شپږ څلویښت منډو جوړولو هدف ورکولو بریالی شو.

د افغانستان له لوري د هدف په تعقیب کې د افغانستان ٥ لوبغا ړي وسوزیدل او هدف ېې په ١٩ اورونو کې پوره کړ.د افغانستان له لوري کپتان اصغر ستانکزي دیرش منډې ،سمیع الله شینواري ۴٢ او کریم جنت ٢٢ وکړې او لوبه ېې د ټیم په گټه تمامه کړه. افغانستان لوبه په پینځه وکټو وگټله.

افغانستان په لومړۍ سیالۍ کې اېرلینډ ته پینځو وکټو ماتې ورکړې وه او اوس به د جنوري په نولسمه د نیبمیا سره سیالي کوي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG