د لاس رسي وړ اتصالات

شفق:له زمبابوې نه به د کرکټ د یو بل جام سره ستنیږو


د افغانستان د کرکټ د الف ټیم کپتان ښاغلی شفیق الله شفق وايي چې دوي هڅه کوي چې زمبابوې ته په زمبابوې کې پینځه صفر ماتې ورکړي او د یو بل جام سره هیواد ته ستانه شي.

شفیق الله شفق چې د افغانستان د کرکټ د رسمي لوبو نه د یوې اوږدې مودې دپاره بهر پاتې شوی وه،بیرته راستون شوی او راتگ سره سم د کرکټ د الف ټیم د کپتان په توگه زمبابوې ته تللی.

دا وخت د افغانستان د کرکټ الف ټیم د زمبابوې د الف ټیم سره هرارې کې د پینځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ کې دوه لوبې ترسره کړي او دواړه ېې گټلي دي. چې په دویمه سیالۍ کې خپله کپتان شفیق الله شفق پنځوس منډې وکړې او دوه لوبغاړي هم وسوزول.

افغان لوبغاړی شفق الله شفق وايي چې د کرکټ د الف ټیم بریاوې به د افغانستان کرکټ ته په نړیواله سویه گټه ورسوي،ځکه چې زمبابوې د کرکټ د نړیوالې شورا دایمې غړی دی او د هغوي ته په د هغوي په خاورې ماتې ورکول که هغه د ملي ټیم په لاس وي او که د الف ټیم په لاس په هر لحاظ افغانستان ته د کرکټ په ډگر کې گټه رسوي.

د افغانستان د کرکټ د الف ټیم راتلونکو دریو یو ورځنیو سیالیو نه پس ټاکل شویده چې د هیواد ملي ټیم هم د فروري د شپاړلسمې نه تر شپږ ویشتمې پورې د زمبابوې د ملي ټیم سره پینځه یو ورځنۍ سیالۍ ولري.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:02 0:00

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG