د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د څلور ورځنۍ سیالۍ په دویمه ورځ هم په ایرلینډ برلاسی دی


افغانستان د کرکټ د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو په لړیو کې ایرلینډ ته د ماتې ورکولو نه پس د هند په نوي ډهلي کې پېل شوې یوازینۍ څلور ورځنۍ سیالۍ کې هم سخت هدف ورکړیدی او داسې بریښي چې دا سیالي هم د افغانستان په گټه تمامه شي.

د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا د دویمې درجې د کرکټ ټیمونو ترمنځ د څلور ورځنیو سیالیو دا لړۍ چې انټر کانټینینټل کپ یادیږي، هدف ېې د دویمې درجې ټیمونو نه یو ټیم ته د ټیسټ کرکټ درجه ورکول دي. دې لړ کې افغانستان تر اوسه څلور لوبې کړي او یو شپته پواینټه ېې اخیستي، ایرلینډ بیا څلور لوبو کې اتیا پواینټه لری، نو هر ټیم چې د اوو سیالیو کولو نه پس اتو ټیمونو ایرلینډ، هالینډ، سکاټ لینډ، عربي امارات. هانگ کانگ،پپاو نیو گني ،نمیبیا او افغانستان کې اول مقام وگټي نو هغه به د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې اخري یا لسم ټیم چې دا وخت د زمبابوې ټیم دی د کرکټ رسمي ټیسټ سیالۍ ولري.

افغانستان ایرلینډ ته په درې شل اوریزو او پینځو یو ورځنیو، دواړو سیالیو کې ماتې ورکړې
افغانستان ایرلینډ ته په درې شل اوریزو او پینځو یو ورځنیو، دواړو سیالیو کې ماتې ورکړې

افغانستان د دغه ستر امتیاز ترلاسه کولو دپاره د ایرلینډ ټیم سره خپله څلور ورځنۍ لوبه په غوره توپ وهنې پېل کړه او کپتان اصغر ستانکزي د یو مشر په توگه د ټیم قیادت وکړ او ١۴٥ منډې ېې وکړې. ورسره افسر ځاځي ١٠٣، شهزاد ٨٥ ،ناصر جمال ٧٣ رحمت شاه ۴٦ او دولت ځدران د ٣٢ منډو سره ېې ایرلینډ ته اول اننگز کې د ٥٣٧ منډو ستر هدف ورکړ او د اتو لوبغاړو په سوزیدو ېې ایرلینډ ته د توپ وهنې نوبت ورکړ.

ایرلینډ یو ځل بیا د افغانستان د تکړه ځوان توپ اچونکي راشد خان د گگلي بالونو مقابله ونکړی شوه د ایډ جوایس او بالبرني نه پرته هیڅ ایرلینډي لوبغاړي ونکړی شو چې د راشد د توپونو په سر پوه شي. راشد خان اووه سوزیدلو لوبغاړو پینځه پخپل نوم کړي. دوه نورو کې یو محمد نبي او یو ظاهر خان وسوزه.

د پنجشنبې په ورځ د لوبې دریمه ورځ ده. افغانستان به هڅه کوي چې د ایرلینډ باقي درې لوبغاړي هم زر وسوزوي او بیا به فیصله کوي چې ایرلینډ ته یو بل چانس ورکړي چې باقي پاتې منډې هم پوره کړي، د کرکټ په اصطلاح ېې فالو ان کړي.

فالو ان په داسې وخت کې عملي کیږي چې کله یو ټیم څلور ورځنۍ لوبه کې زیاتې منډې وکړي او مقابل ټیم د حریف ټیم د منډو نه یو سل پنځوس منډو کمې منډې وکړي او وسوزي. بیا مقابل ټیم ورته وايي چې تاسو خپل دویم نوبت هم استفاده کړئ او که بیا هم ورکړل شوي هدف پوره کیدو کې پاتې راشي نو لومړۍ ټیم ېې د اننگ او پاتې منډو په فرق وگټي.

افغانستان دپاره سبانۍ ورځې پېل او راشد خان کمال ډیر مهم دی چې مقابل ټیم زر تر زره وسوزوي او باقي ورځو نه ډیره گټه واخلي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG