د لاس رسي وړ اتصالات

ستانکزی:امید دی افغانستان جون کې د کرکټ د نړیوالې شورا غړیتوب واخلي


د کرکټ نړیوالې شورا دوبۍ کې خپلې مهمې غونډې د یو شمیر پریکړو په ترڅ کې په خپل اداري تشکیل او د مالیاتو نظام کې بدلون راوستی او د کرکټ د بشپړغریتوب لرونکو ملکونو په شمیر کې زیاتوالي ته ېې لاره خلاصه کړې.

دا چې د کرکټ د نړیوالې شورا د دې غونډې د پریکړو نه افغانستان ته څه گټه رسیږي او د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرلو او د ټیسټ کرکټ درجه اخیستو چانس ېې څومره قوي شویدی؟، په دې اړه د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي ریس ښاغلی شفیق ستانکزی وايي چې دې غونډې د افغانستان دپاره حیاتي ارزښت درلودو او کومې پریکړې ېې چې کړیدي هغه ټولې د افغانستان د کرکټ دپاره په اوږدې موده کې زیاتو امتیازاتو او مالي گټو زیری ورکوي.

د کرکټ نړیوالې شورا راتلونکې مهمه غونډه جون کې لندن کې کیدونکې ده
د کرکټ نړیوالې شورا راتلونکې مهمه غونډه جون کې لندن کې کیدونکې ده

ښاغلی ستانکزي امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې ویلي چې په اصولي توگه دا موافقه شویده چې افغانستان ب د کرکټ د نړیوالې شورا د غړیتوب دپاره د رسمي عریضې ورکولو جوگه شوی،د کرکټ د ټیسټ درجې مستحق هم گرځیدلی او د کرکټ د دولسو ټیمونو ترمنځ کیدونکو ټیسټ سیالیو او دیارلس ټیمونو ترمنځ کال٢٠١٨ نه پس یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې د گډون فرصت هم ورته برابر شوی.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې اوس به د افغانستان کرکټ بورډ د اصولو سره سم د کرکټ نړیوالې شورا ته د بشپړ غریتوب دپاره رسمي عریضه وړاندې کوي،ترڅو مقررات په ځای شي او د جون په میاشت کې به د دې عریضې په اساس د کرکټ نړیواله شورا رسما افغانستان ته د بشپړ غړیتوب ورکولو په پریکړه مهر ولگوي او دې سره به افغانستان د ټیسټ کرکټ درجه هم واخلي او هغه ټول امتیازات چې د کرکټ د نړیوالې شورا یو مکمل غړی لري ،هغو ټولو نه برخمن شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي ریس شفیق ستانکزي دا هم وايي چې د افغانستان کرکټ ملي ټیم جون کې د ویسټ انډیز سره سیالیو نه وروسته لندن کې د کرکټ د یوولس مشهورو لوبغاړو د شریک ټیم سره یو ورځنۍ سیالۍ نه مخکې یو بل ټیم سره هم د سیالیو تابیا لري چې د تقسیم اوقات د ټاکل کیدو په سر خبرې روانې دي.

د ښاغلي ستانکزي سره د امریکا غږ مرکه دلته اوریدلی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:56 0:00

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG