د لاس رسي وړ اتصالات

د البغدادي د خلافت له ړنگیدو سره د داعش تشدد زور اخیستی


دیپلوماتان او امنیتي څیړونکي وایي، ښایي داعش د ښارونو او سیمو د نیولو پر ځای د یاغیگرۍ تکتیکونو ته مخه کړي
دیپلوماتان او امنیتي څیړونکي وایي، ښایي داعش د ښارونو او سیمو د نیولو پر ځای د یاغیگرۍ تکتیکونو ته مخه کړي

دوه ورځې وروسته له هغې چې عراقي ځواکونو په موصل کې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد نوي عملیات پیل کړل، د بغداد د مرکز په یو مارکیټ کې بمي چاودنې وشوې. داسې ښکاري چې دا د هغو حملو لړۍ ؤی چې د داعش د ډلې د تکتیکونو بدلون ښیي.

د اسلامي دولت ډلې شیعه مسلمانان په نښه کړي او په مختلفو ښارونو کې یې د پولیسو او پوځ پر پوستو د حملو مسؤلیت منلی دی. دغه حملې ښیي چې که د اسلامي دولت ډله په عراق کې خپل خلافت له لاسه ورکړي، بیا به هم ددې ډلې گواښونه دوام وکړي.

د رویترز اژانس د دیپلوماتانو او د امنیتي څیړونکو له خولې وایي چې ښایي دا ډله به د ښارونو او سیمو د نیولو پر ځای د یاغیگرۍ تکتیکونو ته مخه کړي او هغه فرقوي تاوتریخوالي ته به زور ورکړي چې د دوی د رامنځ ته کیدو سبب شوی.

په سوریې او عراق کې تر فشار لاندې راتگ وروسته داعش د بغداد په شاوخوا کې د حملو سربیره په سیمه او اروپا کې هم بریدونه کړي دي.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي ویلي دي چې "تروریزم په عراق او سوریه کې د فرقوي توپیرونو له وسلې استفاده کوي".

هغه زیاته کړه چې "مونږ باید د هغو شرایطو رامنځ ته کیدو ته اجازه ورنکړو چې د داعش له شتون دمخه موجود وو". هغه له سیاستوالو وغوښتل چې فرقه پرستۍ ته شا کړي او د هغه فساد پر ضد مبارزه وکړي چې د اسلامي دولت د ډلې د ستر پرمختگ دمخه موجود و.

د حملو زیاتوالی

تیر کال عراقي ځواکونو داعش د انبار ولایت نه وویست. د انبار ولایت د سني قبائیلو عمده مرکز دی چې په بغداد کې د شیعه گانو پر مشرۍ حکومت نه بیزاره دي.

د دیپلوماتانو په اند په داسې حال کې چې عراقي ځواکونو په دې سیمه او موصل کې په داعش جدي گزارونه وکړل، یو شمیر یاغیان په دغو سیمو کې پټ شول، خو اوس هغوی یو ځل بیا خپل موجودیت په وروستیو حملو سره راڅرگند کړ.

د واشنگټن د منځني ختیځ د پالیسې د انستیتوت څیړونکی میکل نایټز وایي، په روانه میاشت کې په پرله پسې توگه موټر بمي حملې چې یو کال دمخه راکمې شوی وې، څرگندوي چې یاغیان د بغداد په شاو خوا کې بیا راژوندي شوي دي.

بهرني او عراقي څارونکي وایي مقامات باید د فساد پر ضد مبارزه وکړي او د سني مذهبو مدني حقوقو ته درناوی وکړي.

د سني مذهبو ملاتړ ترلاسه کول

عراقي ځواکونو په داسې حال کې د ملکي وگړو د وژنو مخه نیولی چې داعشیان د هغوی په منځ کې پټ شوي. د سیمې اوسیدونکي د دغه ډلې په ورکیدو خوښ دي چې په عام محضر کې خلک په دار کوي او د غلو لاسونه او پښې پرې کوي.

ولسي خلک عراقي ځواکونو ته هرکلی وایي، خو په بغداد کې میشت د امنیتي چارو د څیړونکي هاشم الهاشمي په وینا پوښتنه داده چې "آیا دوی دغه اعتماد ساتلی شي".

ښاغلی الهاشمي چې د اسلامي دولت په اړوند د عراق حکومت ته مشورې ورکوي، وایي "د بغداد په شاوخوا کې په هغو ښارونو کې چې د داعش نه بریته نیول شوي، استخبارات ډیر ضعیفه دي. دوی له محلي منابع نه د خلکو په نیولو کې استفاده کړې، خو تورن اشخاص د رشوت په بدل کې خوشې شوي دي".

په ٢٠١۴ کې کله چې داعش د عراق په گوټ گوټ کې خپل نفوذ پراخاوه، په ځنو سني مذهبه سیمو کې یې د خلکو احساسات په دې خبره راپارول چې گواکې امنیتي ځواکونه چې شیعه مذهبه په کې اکثریت دي، پر سني مذهبو حملې کوي.

یو لوړپوړی غربي دیپلومات وایي اوسنۍ استخبارتي خلا کیدای شي په ښه او نرمه توگه د دولت او ددغو ټولنو ترمنځ د اړیکو په سمبالولو سره ډکه شي.

XS
SM
MD
LG