د لاس رسي وړ اتصالات

د اسیا د ۲۱ هېوادونو مشران پر یو لړ موضوعګانو خبرې کوي


د ۲۱ اسیايي هېوادونو رهبران په راتلونکو ورځو کې په بجنگ کې د اسیایي هېوادونو د اقتصادي همکارۍ په عالي غونډه کې گډون کوي.
د ۲۱ اسیايي هېوادونو رهبران په راتلونکو ورځو کې په بجنگ کې د اسیایي هېوادونو د اقتصادي همکارۍ په عالي غونډه کې گډون کوي.

د ۲۱ اسیايي هېوادونو رهبران په راتلونکو ورځو کې په بجنگ کې د اسیایي هېوادونو د اقتصادي همکارۍ په عالي غونډه کې گډون کوي.

د امریکا جمهور ریس بارک اوباما او د بهرنیو چارو وزیر جان کیري به د چین د مشرانو سره په داسې یو وخت کې وگوري چې په څه باندې تېر یو کال کې د هغه ورخت نه را پدیخوا چې اوباما او د چین جمهور ریس په بجنگ کې سره کتلي و، اوس د امریکا په سیاسي جوړښت کې بدلون راغلی دی.

ځیني تحلیگران وايي چې بارک اوباما او جان کیري ددې هفتې په اخر کې د چینایي مشرانو سره د خبرو دپاره، په داسې وخت کې چین ته سفر کوي چې، د امریکا او چین اړیکې دومره خرابې دي چې په بل هیڅ وخت کی دومره خرابې نه وې.

د بهرنیو چارو وزیر جان کیري،اسیا ته د سفر نه مخکې په خپاره شوي بیان کې ویلي دي چې په نړۍ کې د امریکا او چین اړیکې ډیرې مهمې دي.

" غواړم دا واضحه کړم چې امریکا به هېڅکله په ټوله سیمه کې د خپلو ارزښتونو، یا د خپلو منافعو د دفاع، د خپلو متحدینو او ملگرو د دفاع نه لاس په سر نه شي، او چین په دې باندې ډیر ښه پوهیږي.خو د وخت په تېرېدو، زمونږه د دې دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شوې. "

توقع ده چې جمهورریس اوباما له خپل چینايي انډول سره را روانه اونۍ وګوري او په دوو اړخیزو مسایلو خبرې وکړي .

د دې دواړو رهبرانو دا غونډه په داسې وخت کې کیږي چې په امریکا کې منځمهاله انتخابات ختم شول، جمهوري غوښتونکو د سنا کنترول ترلاسه کړ د او دا د قانوني اجنډا دپاره د جمهورریس اوباما قدرت محدودي.

د گلوبل ټایمز ورځپاڼې د ننۍ گڼې سرمقاله وايي دغه انتخابات د ښاغلي اوباما د سیاسي اقداماتو په اړه یوه ټولپوښتنه وه او اوس به جمهورریس، دغه نتیجه داسې زغمي لکه سړی چې مجبور وی چې یوه ترخه گولۍ له ستوني تېره کړي.

دغه سرمقاله وایي کېدی شي چې کانگرس، چې جمهوري غوښتونکي په کې اکثریت دي، د بجنگ په باره کې سخت دریځ غوره کړي.

امریکا د انترنټي امنیتي اندېښنو او په روسیې باندې د بندیزونو په لگلولو کې د چین مخالفت چې بندیزونه یې رد کړل، د چین او امریکا د اړیکو اصلي محور دی.

وانگ ییوي، د رین مین په پوهنتون کې د بین المللي څیړنې د څانگې پروفیسر دی.

دی وایی، دغه تاوتریخوالی، د چېن د مخ په ودې اقتصاد او په خارج کې د بجنگ د منافعو او د نفوذ د زیاتېدلو انعکاس دی.

امریکا ته زما ددې تازه سفر نه وروسته ، د امریکا په باره کې زما انتباه داده چې، دوی دوه اندېښنې لري.اوله اندیښه یی داده چې، چېن په بحرالکاهل کې، په اسیایي هیوادونو کې د امریکا مشري ، د یوغټ قدرت سره د روابطو په اساس، له نظره غورځوي.

د امریکا دویمه اندېښنه داده چې، چین غواړي نور بین المللي سیستمونه جوړکړي او د امریکا په رهبرۍ د سیستمونو نوره پروا و نه لري.

امریکا ویلی دي، د چین د پرمختگ د مخنیوي کوشش نه کوي، د بجنگ د بین المللی پورونو د شفافیت او د بین المللی قواعدو د رعایت په باره کې اندېښنې لري.

د چین د قدرت د زیاتېدلو با وجود، جان کیري په دې هفته کې وویل واشنگتن به د چین د قدرت د زیاتېدو با وجود، د چین د مشرانو سره په غونډه کې د بشري حقوقو او د ډموکراسۍ د طرفدارانو د احتجاجونو د روان جنجال په شان مسلو نه تېر نه شي.

دی وايي امریکا به ، تل د ټولو هغو هیوادونو په څنگ کې ولاړه وي چې، خپل ولس پریږدي چې په څرگنده او سوله ایزه توگه، پرته له ویرې، خپل شکایتونه او نارضایتۍ بیان کړي. د اسیا د بحرالکاهل د غاړې د اسیایي هیوادونو دغه عالي غونډه، د چین او امریکا په اړیکو کې یو امتحان گڼل کیږي، او د اقلیم د بدلون په مسلې کی به یې اغېزې ولیدل شي.

دغه رهبران به په یو کال کې، بیا په پاریس کې سره جرگه شي، اوهلته به په دې وغږیږي چې تر ۲۰۲۰ کاله پورې مضر گازونه څومره او څنگه کم شي.؟

XS
SM
MD
LG