د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما د یوې اونۍ لپاره اسیا او استرالیا ته ځي


د ښاغلي اوباما ګوند پارلماني انتخابات وبایلل،شننونکي وايي اسیايي مشرانو ته به د هغه هرې ژمنې ته به په شک کتل کیږي.
د ښاغلي اوباما ګوند پارلماني انتخابات وبایلل،شننونکي وايي اسیايي مشرانو ته به د هغه هرې ژمنې ته به په شک کتل کیږي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما سبا د یکشنبې په ورځ نومبر نهمه په چین، برما او استرالیا کې په اقتصادي سرمشریزو کې د ګډون لپاره په اوونیز سفر وځي.

د دغه سفر هدف له چین سره د اړیکو پراخول، د امریکایي صادراتو تقویه کول او په سیمه کې د امریکا اسیايي مللګرو د چین د مخ په زیاتېدونکو پاروونکو اقداماتو په وړاندې ډاډ ورکول ښودل شوي دي.

دا چې د ښاغلي اوباما ګوند پارلماني انتخابات وبایلل، شنونکي وايي د واشنګټن اسیايي ملګرو ته به د ولسمشر هرې ژمنې ته به په شک کتل کیږي.

چین ډاډه دی چې په خپلې چټکې اقتصادي ودې او په ارام سمندر کې په خپلو زیاتېدونکو پوځي وړتیاوو سره به د امریکا ولسمشر چې ټاکنو یې هم سیاسي دریځ کمزوری کړی، وننګوي.

ښاغلي اوباما د اسیا اقتصادي سرمشریزې ته تر روانېدو مخکې خبریالانو ته وویل چې اسیا ته یې د سفر یوه موخه امریکايي صادراتو ته پراخه بازار موندنه چې په دې سره به په امریکا کې د ننه ډېرو خلکو ته کارونه پېدا شي.

"مونږ په ګډه کار کولی شو چې خپل صادرات زیات کړو او خپلو تولیدونکو ته نوي مارکیټونه پیداکړو چې وکولی شي په امریکا کې جوړ شوي توکي په نړۍ کې وپلوري.دا هغه څه دي چې د اسیا په سفر کې به زما پام پرې ور ټول وي."

د ختیځې اسیا د هېوادونو په سرمشریزه کې او د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې په سرمشریزه کې به اسیا ته د امریکا د پوځي تمرکز په ورګرځولو باندې وغږیږي
د ختیځې اسیا د هېوادونو په سرمشریزه کې او د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې په سرمشریزه کې به اسیا ته د امریکا د پوځي تمرکز په ورګرځولو باندې وغږیږي

خو له چینایانو سره په دغې اجنډا باندې کار کول به اسانه نه وي. بیجینګ ته د ولسمشر اوباما له رسیدو مخکې دا سې نښې نښانې موجودې دي چې اوباما د اعتبار له پلوه له ننګونو سره مخامخ دی.

یوې رسمي چینايي ورځپاڼې په سپکوونکي ډول ولیکل چې په ټاکنو کې یې د ګوند ماته او د هغه د واک او اعتبار کمېدل په ښکاره د ښاغلي اوباما د ناکامیو نتیجه ده ،په لیکنې کې ولسمشر اوبما بې خونده او کمزوری مشر بلل شوی دی.

څېړونکي وايي ولسمشر ته د چین په ختیځ او جنوبي سمندرګیو کې د چین د پوځي او د سمندري شتوالي پراختیا تر ټولو ستره امنیتي ننګونه بلل کیږي.

تیرکال د امریکا په کلیفورنیا کې ولسمشر اوباما او د چین مشر ژي جنپینګ پرېکړه وکړه چې د امریکا او چین ترمنځ د اړیکو نوي ډول ته اړتیا ده.

د اوباما پخواني امنیتي سلاکار ټام دانیلون وايي د دواړو مشرانو راتلونکې غونډه مهمه ده.

"زما په نظر دا به د ولسمشر لپاره سږکال تر ټولو مهمه دوه اړخیزه غونډه وي."

خو پخواني امریکايي ډیپلومات رابرت ډیلي له مودبو سیاسي بحثونو پرته د بل څه تمه نه کوي.

" تر دې دمه یو طرف هم دې ته چمتو نه دی چې یوې هوکړې ته د رسیدلو موارد مشخص کړي. ترکومه ځایه چې د چین خبره ده، معلومه نده چې په لویدیځ آرام سمندر کې یې کوم شیان په طبع نه ي برابر. چین هیڅ وخت دې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړې چې هغه څه دي چې د ترلاسه کولو هڅه یې کوي چې په اوسني وضعیت کې یې نشي ترلاسه کولی."

له چین وروسته، ولسمشر اوباما برما ته ځي او هلته به له برمایي چارواکو او د اپوزیسون له مشرې انګ سانګ سوچي سره چې تیرکال امریکاته راغلې وه ، وګوري.د هغه سفر د استرالیا په بریسبن کې پای ته رسیږي.

ښاغلی اوباما به دغلته د نړۍ د بډایه هېوادونو یا جي ۲۰ په سرمشریزه کې ګډون وکړي چې په کې په اسیا کې د امریکا د رهبریت په دوامداره رول خبرې کیږي.

XS
SM
MD
LG