د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اوکیناوا ټاپو مځکې جاپان ته سپاري


د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر، اشتون کارتر د جاپان له صدراعظم، شینزو ابې سره په یوې خبري غوندې کې اعلان وکړ چې ځواکونه یې د جاپان د خاورې لس زره جریمه ځمکه بیرته دغه هېواد ته سپاري.

امریکایانو دغه ځمکه د پوځي تمریناتو په موخه کاروله.

ښاغلي کارتر وویل "موږ د اړیکو تازه کولو کې له تاسو سره ګډه ژمنه لرو او چمتو یو چې د خپل ائتلاف په تاریخ کې د ځمکو د انتقال په برخې کې لوی ګام پورته کړو. زه کولی شم ډاډ درکړم چې د روانې میاشتې تر ۲۲ پورې د انتقال بهیر په بشپرولو کې تاسو سره همنظره یم."

جاپان ته د د واکیناوا په ټاپو کې د پراخو ځمکو د بیرته سپارلو پر سر له شلو کلونو راپدېخوا کار روان و. له ۱۹۷۲ کال راپدېخوا کله چې امریکا د اوکیناوا بشپړ واک جاپان ته وسپاره دا تر ټولو پراخه ځمکه ده چې د جاپان حکومت ته سپارل کیږي.

هاخوا د جاپان صدراعظم چې تمه ده د روانې میاشتې په وروستیو کې د متحدو ایالتونو د هاوایې ایالت له پیرل هاربر سیمې څخه لیدنه وکړې د جاپان د ځمکو په ورسپارلو کې د امریکا له پریکړې خوشحالي څرګنده کړه.

ښاغلي ابې وویل "زه غواړم چې د اوکیناوا په ټاپو کې د اندېښنو په راکمولو کې د دفاع وزیر له ملاتړ څخه ستاینه وکړم."

د اعلان شوي پلان له مخې د ځمکو د انتقال بهیر به د روان ډیسمبر میاشتې تر دوه ویشتمې نېټې پورې پاې ته ورسیږي.

د جاپان صدراعظم ټینګار وکړ چې واشنګټن او جاپان دې باید د جګړو د تباهۍ تکرار ته اجازه ورنکړي.

د جاپان صدراعظم زیاته کړه چې له پریل بندر او په اریزونا کې د امریکا د کښتیو له موزیم څخه لیدنه وکړي څو د جنګ د قربانیانو لپاره دعا وکړي. "زه به د نړۍ راتلونکې ته دغه پیاوړی پیغام ورسوم چې د جنګ ورانیو ته به اجازه ورنکړو."

ښاغلي کارتر پرل هاربر ته د جاپان د صدراعظم کیدونکی سفر د سولې او بیاپخلاینې په لار کې د واشنګتڼ او ټوکیو د مشترکې ژمنې نښه یاده کړه.

صدراعظم ابی د جاپان لومړنی رهبر دی چې له پرل هاربر څخه لیدنه کوي. دا هغه سیمې ده چې په دویمې نړیوالې جګړې کې جاپانې الوتکو پر امریکايي پوځي اډو برید وکړ.

له بمباریو سملاسې وروسته امریکا په دویمه نړیواله جکړه کې ښکیله شوه.

XS
SM
MD
LG