د لاس رسي وړ اتصالات

غني:سیاسي مشران دې له حکومت سره همکاري وکړي


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ازادۍ راډیو او شمشاد تلویزون سره په یوې ځانگړې مرکه کې د کرزي په حکومت کې د خپلو فعالیتونو ننګه وکړه.

ولسمشر غني وویل چې دی هغه مهال د پخواني ولسمشر ته د همکارۍ لاس ورکړی و او د هیواد له سیاسي مشرانو څخه هم همدا ډول تمه لري.

د افغانستان د حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله څه موده مخکې په هېواد کې د روانو ستونزو پړه د حامد کرزي پر حکومت اچولی و خو ښاغلي کرزي د دغې نیوکې په ځواب کې ویلي و چې عبدالله او غني دواړه د ده د حکومت وزیران وو.

ښاغلي غني په دې هکله وویل "زه د جناب کرزي کابینه کې ډېر لږ وخت وم او تاسو ته معلومه ده چې هلته زما کار په اساسي توګه بررسي کېدی شي. دویم وار هم چې راغلم زما مقام دولتي نه و؛ یعنې اداري- مشورتي و او ما خپله ملي دنده اجرا کړه؛ ځکه ضرور وه چې ولسمشر ته لاس ورکړو او ما وویل زر وارې. نو هیله ده د سیاست دا طریقه چې ما عملي کړه او هغه سلوک چې ما وکړ اوس یې نور مشران وکړي"

ولسمشر غني د سیاسي مشرانو د همکارۍ غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د هېواد ځینو مخکښو سیاستوالو د ملي وحدت پر حکومت پراخې نیوکې پیل کړي دي.

د ولسي جرګې د رئیس، عبدالهادي مسملیار په ګډون د پخواني ولسمشر ځینو ملگرو ، حکومت د هیواد د روانو ستونزو په حل کې په پاتې راتلو تورن کړی او په ځینو کړیو کې د یوې پراخې ملي غونډې یا لویې جرګې د رابللو او د نظام د بدلون طرحې هم مطرح کېږي.

خو د افغان حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د لنډمهالي حکومت جوړول د افغانستان تیر څوارلس کلن سیاسي بهیر زیانمنوي.

د ښاغلي عبدالله پر وینا د لنډمهاله حکومت جوړول په پام کې نشته او خلک باید دا تبصرې له ذهنونو څخه وباسي.

ولسمشر غني بیا دې ډول څرگندونو ته د بیان له آزادۍ سره سم د درناوي په سترګه ګوري؛ خو په ورته وخت کې ټینګار کوي چې د ولس هیلو ته به ژمن پاتې شي.

هغه وویل "سیاست د مینې ازدواج او تړون نه دی. سیاست د تاریخ جبر دی. له هغو خلکو سره به ګوزاره کوئ چې تاریخ د مخورو سیاسیونو په توګه مطرح کړي دي. نو حدود به سنجوئ، خو سیاسي لوبې ته به هغه رقم تغیر ورکوئ چې د ولس آرزوګانې ترسره شي"

د ناټو ملاتړ

بل خوا په افغانستان کې د ناتو د قاطع ماموریت او د متحده ایالاتو قوماندان جنرال جان کمبل د یکشنبې په ورځ د یوې غونډه په ترڅ کې د افغانستان ځیني خبریالانو ته وویل چې ناټو په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت په وړاندې د هیڅ ډول موازي حکومت، خوځښت یا حرکت څخه ملاتړ نه کوي.

ښاغلي کمبل زیاته کړه چې قاطع ماموریت او د ناتو په ټلوالې کې شامل ټول هېوادونه د افغانستان د ملي یوالي حکومت ملاتړ کوي.

ښاغلي کمبل په افغانستان کې د داعش د غښتلي کیدو د احتمال په هکله وویل چې په هیواد کې د داعش د ملاتړ شرایط او چاپیریال نشته او ډاډ یې ورکړ چې قاطع ماموریت به په افغانستان کې د داعش پراخیدو ته اجازه ورنکړي.

په دې غونډه کې ښاغلي کمبل د افغان پوځ او امنیتي ځواکونو د وړتیا ستاینه وکړه.

XS
SM
MD
LG