د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر احمدزی ددې میاشتي په پای کې چین ته ځي


اشرف غني احمدزی د افغانستان جمهور رئیس (ارشیف)
اشرف غني احمدزی د افغانستان جمهور رئیس (ارشیف)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ټاکل شوې چې ولسمشر احمدزی د روانې عیسوي میاشتې په وروستیو کې چین ته رسمي سفر وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ددغه وزارت سرپرست ضرار احمد مقبل عثماني نن د بهرنیو چارو په وزارت کې چین ته د افغانستان د جمهور رئیس د سفر په باب په کابل کې د چین د سفیر دینګ زیجون سره خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي ټاکل شوې ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني احمدزی د روان عیسوي کابل د اکتوبر له ۲۸ تر ۳۰ پورې چین ته سفر وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه وایي" جمهور رئیس اشرف غني احمدزی به چین ته د خپل سفر په لړ کې د اسیا د زړه د هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې هم برخه واخلي"

تیره اونۍ د افغانستان د نوي جمهور رئیس په توګه له لوړې وروسته دا به د افغانستان په باب په بهر کې لومړنی کنفرانس اوسي چې ښاغلی احمدزی په کې برخه اخلي.

ارګ ته نږدې منابع وایي چې په پام کې ده چې ښاغلی احمدزی به بهرنیو هیوادونو ته د خپل سفر پیل په سعودي عربستان کې د عمري د حج په اداکولو پیل کړي.

دا منبع وایي چې که د ځینو شتمنو عربي هیوادونو د مشرانو سره د افغانستان د جمهور رئیس د سفر امکانات په لنډ او تنګ وخت کې ترسره شي نو ددې امکان هم شته چې جمهور رئیس احمدزی به د چین د سفر دمخه یو شمیر عربي هیوادونو ته هم لاړ شي، خو دا منبع وایي چې عربي هیوادونو ته سفر به ددغو هیوادونو د مشرانو کاري بوختیاوو پورې هم اړه ولري او داځکه چې ددې ډول سفرونو تنظیم د کوربه هیواد د مشرانو د کاري بوختیاوو پورې اړه لري.

په پام کې وه چې د چین په کوربتوب د اسیا د زړه د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو دغه غونډه د تیرې جولای په میاشت کې جوړه شوې وې، خو په افغانستان کې د ټاکنیزو منډو تړلو له امله دا غونډه د اکتوبر وروستیو ته وځنډیله.

د اسیا د زړه د هیوادونو د کنفرانس ابتکار د تیر افغان حکومت له خوا په ۲۰۱۲ کې په کابل کې پیل شو چې بیا وروسته یې لړۍ د ترکیې استانبول او د قزقستان الماتي ته وغزیدله.

ددغه کنفرانس هدف د افغانستان ستونزو ته په سیمه ایزه کچه د حل لټول دي.

خو یو شمیر کارپوهان په دی باور دي چې ددغه کنفرانس نه څومره چې په پیل کې تمه کیدله په هغه اندازه ګټه یې افغانستان ته نه ده رسولې.

د افغانستان د سیاسي چارو یو کارپوه احمد سعیدي وایي چې ددې علت دا و چې ددغه کنفرانس د برخوالو هیوادونو ګټې سره بیلې وې.

ښاغلی سعیدي وایي" د ټولو هدف یو نه وه، یو شمیر یې د امریکانو دوستان وو او یو شمیر نه وو. زما په باور تر هغې چې اقتصادي ټینګښت پیدا نه شي یعنی پایپ لین و نه غزول شي د کنفرانس مثبت اړخونه به را څرګند نه شي".

خو یو شمیر نور د افغانستان د ستونزو د هوارولو لپاره د سیمي د هیوادونو ترمنځ تفاهم ډیر ضروري ګڼي او وايي چې د افغانستان ډیرې ستونزې د سیمه ایزو سیالیو نه زیږیدلي دي.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیسیون یو غړی عبدالقادر ځاځې وایي چې په دې کنفرانس کې اکثریت غړي د افغانستان ګاونډیان دي چې که هغوی له زړه نه د خپلو پریکړو شاته ودریږي د افغانستان ستونزې را کمولی شي.

ښاغلی ځاځې وایي" خبره دا ده چې دا ټول هیوادونه خپلو پریکړو ته له زړه نه ژمن اوسي".

د اسیا د زړه د هیوادونو وروستۍ غونډه د قزاقستان په الماتي کې جوړه شوې وه.

XS
SM
MD
LG