د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر ناڅاپي سفر


ښاغلی کارتر له افغانستان دمخه عراق ته تللی و او د عراقي مشرانو څخه یې د داعش پر وړاندې د جدي جگړې غوښتنه وکړه.
ښاغلی کارتر له افغانستان دمخه عراق ته تللی و او د عراقي مشرانو څخه یې د داعش پر وړاندې د جدي جگړې غوښتنه وکړه.

د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر په داسي حال کې افغانستان ته ناڅاپي سفر کړی چې د راپورونو له مخې په دغه هیواد کې تاوتریخوالی زیات شوی او د اسلامي دولت د ډلې یا داعش فعالیتونه په ځانگړې توگه د افغانستان په ختیځ کې زیات شوي دي.

د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارټر د ننګرهار په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې هیڅ تروریستي ډله نه شي کولی په افغانستان کې خوندي ځای ولري.

هغه وویل له دغو ډلو سره روانه مبارزه لا پسې توندوي "داعش په جګړه کې راښکېل شوی او همدا رنګه القاعده غواړي، چې ځان ته خوندي ځایونه جوړ کړي او بیا ځلې په خپلو پېښو ودرېږي. مونږ باید تیار اوسو او تیار یو."

ښاغلي کاتر وویل چې دغه ډلې هیڅکله نه شي کولی په ننګرهار او یا د افغانستان په نورو سیمو کې خوندي ځایونه ولري.

ښاغلي کارټر دا هم وویل، د ولسمشر اوباما د پرېکړې په اساس به شته ۹۸۰۰ سرتیري په افغانستان کې پاتې وي او د جنورۍ تر ۲۷ نېټې به ۵۵۰۰ نور بهرني ځواکونه په کابل، بګرام، ننګرهار او کندهار کې ځای پر ځای شي.

ښاغلي کارتر د افغانستان د هوایي ځواک اړوند یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل "هغه هلیکوپټرې چې افغانستان ته راځي افغاني پیلوټان به ورته روزل کېږي. د امریکا هوايي ځواک به په دغه برخه کې خپله همکاري د پخوا په پرتله زیاته کړي."

هغه وویل هیله دا وه چې دا کار مو پخوا کړی وای " خو مونږ پلان لرو چې د راتلونکي کال تر پایه افغانستان خپل مجهز او منظم هوايي ځواک ولري."

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جان کمبل څو ورځې ،ړاندې وویل چې له سوریې او عراق څخه وسله وال سخت دریځي د افغانستان په ختیځ کې د دې ډلې له وفادارو سیمه ییزو وسله والو سره یو ځای شوي دي.

د اسوشیتید پرس د خبري اژانس د راپور له مخې له افغان چارواکو سره د اشټون کارټر د خبرو یوه موضوع افغان امنیتي ځواکونو ته د اې-۲۹ سوپر توکانو الوتکو د ورکولو مسئله ده.

د پنتاګون د یو راپور له مخې سږ کال د افغان امنیتي ځواکونو مرگ ژویله د تیر کال په پرتله په سلو کې ۲۷ زیاته شوې ده.

په هغه راپور کې چې د امریکا د دفاع وزارت په روانه اونۍ کې کانگرس ته ورکړ ویل شوي چې د روان کال له پیل څخه د نومبر تر نیمايي پورې په کابل ښار کې پر لویو هدفونو د تیر کال د ورته مودې په پرتله حملې په سلو کې ۲۷ زیاتې شوي دي

ښاغلی کارتر له افغانستان دمخه عراق ته تللی و او د هغه هیواد له مشرانو څخه یې د داعش پر وړاندې د جگړې د جدي کوله غوښتنه وکړه..

XS
SM
MD
LG