د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د دښمنانو ځواب باید د ملت په یوالي ورکړل شي


ښاغلي عبدالله په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې خبرې کولې.
ښاغلي عبدالله په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې خبرې کولې.

د محرم الحرام له ورځې څخه شعیه مسلمانانو په ټول افغانستان کې لمانځنه وکړه او د ویر مراسم یې ترسره کړل په جوماتونو او تکیه خانو کې شعیه مسلمانانو ددغې ورځې په مناسبت په براخه توګه ګډون کړی وو.

د کابل ښار د نبي کریم په جومات کې د نورو دولتي چارواکو ترڅنګ د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې وویل چې د عاشورا ورځ د ظلم او استبداد پروړاندې د دریدو په معنی ده.

د ښاغلي‌ غني په وینا هغه درسونه چې څوارلس سوه کاله مخکې امام حسین ورکړي دي نن یې نړۍ په ارزښت پوهیږي.
ښاغلی غني وايي "امام حسین د اسلامي نړۍ وو، خو د هغه پیغام د ټولنې نړۍ لپاره دی. ټوله نړۍ دې پیغام ته اړتیا لري ځکه د عدالت،اصلاحاتو،‌مقاومت او تل پاتې پیغام دی."

له بلې خوا د افغان حکومت اجراییه ریس عبدالله عبدالله وايي چې لا اوس هم د افغانستان د خلکو پرواندې توطیې روانې دي او په بیلابیلو نومونو خلک وژل کیږي خو ده وویل چې پروړاندې به یې ودریږي.

ښاغلی عبدالله وايي "د افغانستان د خلکو د دښمنانو ځواب، د افغانستان د سولې او ثبات او د عزت او آبرو دښمنانو ځواب باید د ملت پریووالي‌ ورکړل شي."
په ورته وخت کې د تیر حکومت د ولسمشر دویم مرستیال محمد کریم خلیلي وايي چې په جنګي حالت کې هیڅکله سوله راتلی نشي هغه څه ته چې دوی سخته اړتیا لري.

په کابل کې یو شمېر شیعه مذهبي په دودیز ډول خپل ځانونه ووهل چې د اسلام د پیغمبر د لمسي وژل وغندي.
په کابل کې یو شمېر شیعه مذهبي په دودیز ډول خپل ځانونه ووهل چې د اسلام د پیغمبر د لمسي وژل وغندي.

د خلیلي په وینا په اوس وخت کې د افغانستان د ټولو قومونو ترمنځ یوه حرکت ته اړتیا ده چې په مټ‌ یې وکولای شي په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

خلیلي وړاندې وايي "هیواد شدیدآ سولې ته اړتیا لري نه موږ کولای شو چې پاکستان تسخیر کړو که څوک دا شعار ورکوي خیالي شعار دی او نه هم پاکستان کولای شي چې موږ خپله مستعمره کړي که پاکستان وغواړي چې په خپله خوښه او لاسپوڅی حکومت جوړ کړي په ړندو یې لوستې ده."

د عاشورا په ورځ په جوماتونو او تکیه خانو کې په افغانستان کې پر ملي وحدت ټینګار وشو ځیني دیني عالمان وايي له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو یوازینې لار یووالي دی.

له بلې خوا نن په کابل کې که څه هم په ځینو سیمو کې د عاشورا په مناسبت د ویر مراسم هم ترسره شول، خو په یو شمیر نورو ځایونو کې د نارینه وو ترڅنګ ښځو هم وینه ورکړه.

د محمد علي په نوم د کابل ښار یو اوسیدونکی وايي چې د اړو کسانو ترڅنګ په اوس وخت کې د دوی ملي ځواکونه وینې ته اړتیا لري‌ او باید چې دوی ورسره مرسته وکړي.

محمد علي وايي "د امام حسین د وینې بانک ته راغلی یم د افغانستان مظلومو خلکو ته د خدای په نامه وینه ورکوم."
نن په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي وه.

XS
SM
MD
LG